د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نواز شریف څومره پیسې بهر ته استولې، تفصیل غواړو'


د چارشنبې په ورځ د پاناما اسنادو کېس اورېدنې پر وخت سپریم کورټ له وزیراعظم نواز شریف بهر ملکونو ته د دولت د منتقلې په اړه د وزیراعظم له وکیله تفصیل غوښتی دی.

عدالت دا هم وویل چې د کاروبار لپاره رقم یا پیسه د ملک نه څنګه منتقلې شوه؟ او ذرایعې یې څه وې؟

د جسټس آصف سعید کوسو په مشرۍ کې پنځه کسیزه قضايي جرګګۍ (بېنچ) چې د امروزه په بنیاد د پاناما اسنادو د کېس اورېدنه کوي.

حکومتي وکیل ته وویل چې د پاناما اسنادو کېس یوه برخه پیسه بهر ملک ته د منتقلۍ په اړه هم ده، حکومت له به په دې لړ کې عدالت ته تفصیل وړاندېکول وي.

د دې په ځواب کې د حکومتي وکیل مخدوم علي خان وینا وه چې د وزیراعظم او د بچیانو ترمینځ یې د رقم لېږدولو ذریعه بانک دی او د دې ریکارډ هم موجود دی.

نوموړي وویل چې د مخالفه ډلې لخوا په وزیراعظم د مالیې (ټېکس) د پټولو تورونه سم نه دي.

په نننۍ اورېدنه کې عدالت ته د حکومت لخوا یو واري بیا حکومت ته وویل شو چې د وزیراعظم لور مریم نواز د پلار په خرڅه ژوند نه کوي.

تر اورېدنې پس د فاع وزیر خواجه اصف وینا وه چې پاناما اسنادو کېس کې به وزیراعظم ته کامیابي ترلاسه کېږی او ټول تورونه به نا سم ثابتېږي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له مطبوعاتوسره په خبرو کې وویل چې موجوده حکومت په خپله د پیسو وینځلو (مني لانډرینګ) یا پیسې بهرنیو هېوادونو ته په لېږدولول ککړ دی.

ده وویل چې پاناما اسنادو کېس به د ملک د مستقبل فیصله کوي.

د روانې میاشتې له څلورمې جنورۍ د سپریم کورټ پنځه کسیزه بېنچ د پاناما اسنادو د کېس اورېدنه کوي، موجوده چیف جسټس د دې بېنچ برخه نه دی.

د پاناما اسنادو کېس پلټونو لپاره پاکستان تحریک انصاف، جمات اسلامي، عوامي مسلم لیګ او طارق سعید اېډوکېټ درخواستونه په سپریم کورټ کې ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG