د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عوامو سره د افغان سرتیرو په سلوک کې ښه والی راغلی


په خوست کې دیني عالمان او قومي مشران وايي، چې د پخوا په پرتله د عوامو خلکو سره د سرتیرو په سلوک او چلند کې ښه والی راغلی او د دوی پوځي او مسلکي مهارتونه هم لوړ شوي دي.

دوی یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د سلو تنو سرتیرو د مسلکي زده کړو د فراغت او سوګند یادولو (عسکري تحلیف) په مراسمو کې مشال راډیو ته وکړې.

یو تن دیني عالم مولوي احسان الله حسین وویل، چې د پخوا په پرتلهاوسمهال د پولیسو په لیکو کې سرتیري او منسوبین د خپلو پوځي دندو پر مهال د مشرانو او عوامو خلکو سره ډېر ښه چلند کوي.

مولوي احسان الله حسین زیاتوي:

"اوس وخت چې موږ د امنیتي ارګانونو منسوبین وینو، په دوی کې یو ښه بدلون دا راغلی دی، چې که په تلاشیو کې هم وي، په ډېر عزت او درناوي سره د علماوو، مشرانو او سپین ږیرو سره چلند کوي، همدارنګه د ټولو خلکو سره ښه سلوک کوي."

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت هم وايي، چې که کوم عسکري کس پوځي زده کړې ونلري، نو د ملکیانو سره يې توپیر نه کیږي.

جنرال غیرت وايي:

"هغه عسکري منسوب چې نظامي زده کړې ونلري، طبعاً د ملکي کس سره فرق نلري، نو دوی به د دې زده کړو له لارې انشاالله د خپلو خلکو ښه خدمت وکولای شي، دا زده کړې د دوی په جګړه ییز مورال، ورځنیو دندو، د قانون پر تنفیذ ډېر مهم تاثیر ولري."

دا چې د پولیسو په لیکو کې نوي شاملیدنکي سرتیري د پولیسو په روزنیز مرکز کې کومې زده کړې کوي، د یاد مرکز مشر يې په اړه وايي:

"دوی ته عملي او نظري زده کړې ورکول کیږي، عملي زده کړې يې په تعلیم د میدان کې چې هغه جم نظام دی، تکتیک د پولیس دی، انداخت دی په پولیګون کې او نظري زده کړې په ټولګیو کې ورکول کیږي، چې هغه عبارت دې قانون پولیس دی، قانون اساسي دی، تاریخ د اسلام دی، قانون جزاء دی، کورنۍ تاوتریخوالی دی، بشري حقونه دي او د نشه يي توکو څخه اګاهي او خبرونه ده."

د پولیسو د روزنیز مرکز څخه دوه تنه فارغان وايي، چې پخوا په عسکری او د خلکو سره د سلوک په مسایلو نه پوهیدل، خو اوس به داسې خدمت کوي چې د خلکو زړونه لاسته راوړي.

دوی زیاتوي:

"زه مقبول خبرې کوم، انشاالله موږ د وطن او خلکو د خدمت لپاره راوتلي یو، اراده مو داده چې د وطن به خدمت کوو، خلکو سره به ښه سلوک کوو، تر څو د خپلو خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړو.

زه روز محمد سرباز نومیږم، موږ به د افغانستان او خپلې خاورې لپاره خدمت کوو، د خلکو سره به ښه سلوک کوو، تر څو په زړونو کې يې ځای پیدا کړو، موږ ډېرې ښې زده کړې وکړې، اول په ډېر څه نه پوهیدو اوس په تلاشیو او هر څه ښه پوۍ شو."

چارواکي وايي، چې په خوست کې د ملي امنیت، ملي پولیسو او سرحدي پولیسو په لیکو کې د ځوانانو د شاملیدو لیوالتیا ډېره ده، خو دا چې پدې ولایت کې دوی لپاره د جذب تشکیلونه نشته، نو دوی يې د جذب لپاره نورو ولایتونو ته معرفي کوي.

د یادونې وړ ده په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه مخکې تر اته سوه ډېرو سرتیرو دوه میاشتنۍ زده کړې کړي ، چې دا مهال عملاً په پوځي فعالیتونو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG