د لاسرسي ځای

حکومت ولې د پوځي عدالتونو موده غځول غواړي؟


د پاکستان وفاقي حکومت په خپلو هغو هڅو کې ناکامه شو چې په هېواد کې د پوځي عدالتونو مودې غځولو لپاره د مخالفو ګوندونو هوکړه خپله کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرۍ پرضد مقدمو لپاره د دغو ځانګړيو پوځي عدالتونو اییني موده د جنورۍ پر اوومه نېټه پای ته ورسېده او خپلې چارې یې وتړلې.

د ۲۰۱۴م کال په شپاړسم دسمبر د پیښور په آرمي پبلک سکول له وسله وال برید وروسته یوه ټول ګوندیزه غونډه شوی وه چې پکې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره قامي ایکشن پلان جوړ شو، دا راز د ۲۰۱۵م کال په اوله اوونۍ کې پارلېمان د یویشتم آییني بدلون په ذریعه د دوو کلونو لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري هم ورکړه.

سیاستوال او د انساني حقونو لپاره کارکوونکی افراسیاب خټک وايي هغه وخت ټول سیاسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په جوړولو سلا شوي ول خو ممکنه نه ښکاري چې اوس یې موده غځولو ته غاړه کېږدي. نوموړی وویل:

''دا خبره هغه وخت کې هم واضحه وه چې زیاتره ګوندونو د پوځي عدالتونو په منظورولو تحفظات درلودل ځکه چې د دې هېواد د ایین ترمخه عدالتي نظام چلول د قضایي یا عدلیی کار دی. دا راز انتظامیه او قانون ساز اداره هم خپلې خپلې اییني ذمه وارۍ لري. نو زما یقین نه دی چې سیاسي ګوندونه به دې ته تیار شي. پخوا هم د پوځي عدالتونو منظورولو په وخت هغوی یو تریخ ګوټ کړی وو او ورسره یې دا ویلي ول چې له دوو کلونو پوره کېدلو سره سم به د دې عدالتونو اییني وخت پخپله ختمېږي، او په دې موده کې به حکومت عدالتي نظام کې اصلاحات او قانون سازي کوي چې بیا نور د پوځي عدالتونو ضرورت پېښ نه شي."

هلته خبریال زاهد حسین چې په وسله والو یې دوه کتابونه هم لیکلي وايي که حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد قامي ایکشن پلان په سمه توګه عملی کړی وی نو د پوځی عدالتونو موده د غځولو اړتیا به نه رامنځ ته کېدله:

"د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جوړ کړل شوي قومي ایکشن پلان کې شل نکات شامل دي خو د دوو یا درو علاوه په نورو نکاتو د پام وړ کار نه دی شوی. که څه هم په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی دی خو سختدریځي لا هم شتون لری بلکې زیاته شوی ده. په دې موده کې د عدالتي نظام د اصلاحاتو لپاره هم قانون سازي ونه شوه. نو دا پوځي عدالتونه چې د کوم مقصد لپاره جوړ شوي ول، په دې دوو کلونو کې په هغې هیڅ کار ونه شو."

بلخوا د دفاعي چارو پوه ریټایرډ جنرل طلعت مسعود وايي چې موجوده حالاتو ته په کتو سره د پوځی عدالتونه موده غځول ضروروي ښکاري:

"زما په فکر د پوځی عدالتونو موده لږ تر لږه یو کال غځول پکار دي، ځکه چې عدالتي نظام کې لا هم اصلاحات نه دي شوي، اوس هم ججان د وسله والو پرضد له فیصلو کولو وېرېږی، ګواهان او وکیلان د وسله والو خلاف مقدمو ته نه مخامخېږي، نو پکار دي چې په نور یو کال کې وفاقي حکومت په دې لړ کې ګامونه پورته کړي. دا راز هغه سیاسي ګوندونه چې اوس د پوځي عدالتونو مخالفت کوي پکار دي چې په پارلېمان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره قانون سازي وکړي نو بیا به د پوځی عدالتونو د مودې غځولو ضرورت نه وي."

د یادونې وړ ده چې په یادو پوځي عدالتونو کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۷۴ مقدمی چلېدلي دي. په دې کې ۱۶۱ کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده چې پکې تر اوسه دوولس کسان پانسي شوي دي. دا راز ۱۱۳ کسانو ته د عمر قید سزا اورول شوې ده.

XS
SM
MD
LG