د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال: د افغانستان ولس ډېر ونازولو


نن چارشنبه پر درېیم ورځ هم د افغانستان د خوست ولایت له ګلان پنډغالي د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لري. په سېشنبه د خیبر پښتونخوا په بنو کې چارواکیو مشال راډیو خبریال وویل چې په دغه ورځ ټولې ۱۳۷ کورنۍ پر غلام خان بندر د پاکستان لوري ته وراوښتې دي.

دوی وړاندې ویلي ول پر غلام خان بندر به له خوسته هره ورځ د وراوښتونکیو نېږدې ۲۰۰ کورنیو نوملیکنه کوي او بیا به له هغه ځایه دغه کډوال په بنو ښارګوټي کې د «باښخېل» پنډغالي ته رسول کېږي. له افغانستانه د وزیرستان د کډوالو د ستنیدو لړۍ د جنورۍ په ۱۶ مه پیل شوې وه.

له خوسته ستنېدونکیو وزیرستانیو کډوالو ته د مخه ښه لپاره د دغه ولایت یو شمېر ملکي او پوځي چارواکي د ګلان کېمپ ته ورغلي ول.

په ټولیز ډول په یاد ولایت کې وزیرستانيو کډوالو هلته د ولس او افغان حکومت د ملکي او پوځي چاراکیو ښه سلوک او همکاري وستایله.

ستنیدونکو کډوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې تر دې وروسته د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پرتو قومونو او خلکو پروړاندې په تګ او راتګ کې خنډونه لیرې کړي.

یو وزیرستاني کډوال د خوستیانیو میلمه پالنه ستايي:

"نورمحمد پی خېل یم،تر نن تاریخه پورې مو په افغانستان کې ډېر ښکلی وخت تېر کړو، موږ ته دلته چا ترخه خبره نه ده کړې، ښه په خوشالۍ روان یو، زموږ يې ډېر عزت او قدر کړی دی، د افغانستان د خلکو دې خدای عزت وکړي، د ټولو دې خدای عزت وکړي."

یو بل تن روان کډوال هم چې په خپل شخصي ګاډي کې ورسره کورنۍ او د کور سامانونه دي وايي:

''میزالله جان مې نوم دی، داوړ پی خېل یم، موږ په افغانستان کې کم زیات دونیم کاله تېر کړل، ډېر په ارام او سکون باندې وو، که امنیتي ځواکونه وو، که پولیس وو او که ولس وو، دوی ته ډېرې دعاګانې کوو او ډېر ترې خوښ یو، ډېرې مرستې يې په هر ځای کې راسره وکړې، که امنیتي ستونځه وه، که د غریبت ستونځه وه، که د نیستۍ وه، دوی په هره برخه کې راسره قربانۍ وکړې، په خاص ډول ولس ډېرې قربانۍ راسره وکړې."

یو بل تن وزیرستانی ځوان سره له دې چې خپلې سیمې واپسۍ ته خوشاله دی، خو بیا بل لوري ته په دې خواشینی دی، چې هغه ولس سره چې د دوی ښه تعلقات جوړ شوي، د تګ او راتګ په مخکې يې حکومتونو خنډونه جوړ کړي دي:

"زه فرید داوړ خبرې کوم، خړ کمر سره تعلق لرم، یو وطن مو دی، موږ له پلرونو او نیکونو اورېدلي دي، چې افغانستان زموږ وطن دی، موږ باید پردي نه شو، نږدې لاره ده، زما خبره داده چې دا لار دې راته خلاصه شي دا د ډېر خپګان خبره ده چې دوی په دې پنځلس منټه مزل اخوا ته راپرېږدي، دا څه خبره ده، په دې خبره کې مې ذهن کار نه کوي."

په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو په ښارګوټي کې دا ځل د خرڅانه لپاره د کورونو ځنې سامانونه او توکي لیلام ته اېښودل شوي، له یو کډوال مو د دې لیلام د علت پوښتنه وکړه:

"زما نوم دولت دی، داوړ یم، تاسو په خپله ولیدل چې دې کډو نن حرکت وکړ، دا سامانونه ځکه دلته خرڅوي چې هلته يې نشي وړلای، دې لپاره چې د کرایې او خرڅې پیسې پرې پیدا کړو، په غلام خان يې ترتیب نیولی ده، هلته مو وړي له هغه ځایه باښخېلو ته او بیا له باښخېلو خپلو، خپلو سیمو ته ځو."

بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې دوه زره کورنۍ په خپله خوښه بیرته ستنېدو ته تیارې شوې، چې په لسو ورځو کې به يې واپسي وشي.

نوموړي وویل،دوی د هغو کورنیو د پرېکړې هرکلی کوي چې غواړي په خپله خوښه خپلو کورونو ته ستانه شي.

"خواوشا دوه زره کورنۍ دې ته اماده شوي، چې په لومړي قدم کې د ډیورند د فرضې کرښې څخه پورې غاړې ته ولاړ شي، چې په خپلو ځایونو کې میشت شي، په راتلونکو لسو ورځو کې به په منظم ډول هره ورځ دوه سوه کورنۍ بارېږي، چې جمله به دوه زره کورنۍ شي، موږ د دوی د خپلېخوښې تګ ته هرکلی وایو، ژمنه کوو چې له دغو تلونکیو کډوالو سره او له هغه کډوالو سره چې لا هم غواړي په خپله خوښه خوست کې اوسېږي، د تېر په شان به د بشري او انساني همدردی په اساس له دوی سره په هره برخه کې کمک کوو."

د یادونې وړ ده، له خوسته د کډوالو ستنېدو بهیر پیلېدو په لومړۍ ورځ د ګلان کېمپ په ګډون د یاد ولایت له مختلفو سیمو دوه سوه کورنۍ چې د داوړو قوم په پۍ خېل او محمدخېلو کلیو پورې اړوند ول، روان شول، ټاکل شوې تر دې وروسته به هره ورځ، دوه، دوه سوه کورنۍ د منظم پلان له مخې وزیرستان ته واپسي کوي.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له کبله څه د پاسه ۶۰۰۰ کورنۍ افغانستان ته په اوړېدو مجبوره کړل شوې وې.

XS
SM
MD
LG