د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تش يو فيصد افغان کډوال په ناامنيو کې لاس لري"


د پاکستان ډان ورځپاڼه د خيبر پښتونخوا له حکومته د ترلاسه شويو شمېرو پر اساس وايي، په دې صوبه کې د ناامنيو په پېښو کې بېخي لږ افغان کډوال ککړ دی.

ډاڼ ورځپانې د ناامنيو او جنايتونو په پېښو کې ککړو کسانو دغه شمېره د خيبر پښتونخوا د پوليسو تعقيبولو څانګې څخه ترلاسه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ م کال په موده کې شاوخوا لس نېم زره مقدمې عدالت ته وړاندې شوې چې پکې يوازې په ۱۳۴ کې افغان کډوال ککړ دي چې دا په ټولينیزه توګه يو فیصد جوړېږي.

پوليس د امنيت په اړه د ځايي خلکو د مطمينه کولو لپاره افغان کډوال و نيسي، له هغه وروسته يې عدالت ته حاضر کړي بيا هغوي دوې درې ورځې په زندان کې و ساتل شي او وروسته خوشي شي. ملک نويد

هم د دې راپور په رڼا کې مشال راډیو د خيبر پښتوخوا د پوليسو پخواني مشر ملک نويد سره تماس و نيولی.

هغه هم وويل، د صوبې په ناامنۍ کې افغان کډوال زيات لاس نه لري.

ده زياته کړه چې پولیس ځکه د افغان کډوالو پر ضد اقدامات کوي چې د دوی په دفاع کې هېڅوک مخي ته نه راځي.

د ملک نويد په خبره دغه کډوال د حکومت پر ضد نه احتجاج کولی شي او نه يې هم په حق کې ځايي خلک غږ اوچتوي.

دده په وينا، پوليس د امنيت په اړه د ځايي خلکو د مطمينه کولو لپاره افغان کډوال و نيسي، له هغه وروسته يې عدالت ته حاضر کړي بيا هغوي دوې درې ورځې په زندان کې و ساتل شي او وروسته خوشي شي.

د ډان ورځپانې تر دې راپور څو مياشتې له مخه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند هم په يوه بله ورځپاڼه ايکسپرس ټربيون کې مقاله لېکلې وه چې پکې نوموړي ويلي وو، په پاکستان کې روانه ترهګرۍ کې افغان کډوال لاس نه لري.

افغان کډوال
افغان کډوال

خو څنګه کېدای شي چې د افغان کډوالو په اړه جوړ دغه تصور له منځه يووړل شي؟

رستم مومند دوه وړاندېزونه لري.

د ده په وينا لومړی بايد په پاکستان کې د افغان کډوالو اتحادیه وخت پر وخت خبرې کانفرنسونه وکړي او د مطبوعاتو له لارې د کډوالو په ناامنيو کې د لاس نه درلودلو خبره په ولس کې خوره کړي.

نوموړی دويم وړاندېز په پاکستان کې افغان سفارت او کونسلګريو ته کوي چې هغوی بايد فعاله شي او د پاکستانيو رسنيو له لارې د افغان کډوالو مجبوريت، لاچاري او بې ګناهي له خلکو سره شریکه کړي.

په پاکستان کې بايد د افغان کډوالو اتحادیه وخت پر وخت خبرې کانفرنس وکړي او د مطبوعاتو له لارې د کډوالو په نا امنيو کې د لاس نه درلودلو خبره په ولس کې خوره کړي. رستم شاه مومند

که څه هم په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې افغان سفارت د کډوالو په چارو کې فعاله شو خو د کډوالو د اتحاديې يو مشر عبدال حمید جليلي د کډوالو په اړه د ناسم تصور په اړه له هرې موقع ګټه پورته کوي او دا خبره له سياسي ګوندونو سره هم وخت پر وخت بحث کوي.

نوموړی زياتوي، د شخصي ناستو پر مهال پاکستانيو چارواکيو ورسره منلې چې افغان کډوال په لويه کچه په جنايتونو کې ککړ نه دي.

XS
SM
MD
LG