د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کندهار،کابل او هلمند مرګانۍ پيښې وغندل شوې


د شنبې په ورځ په خوست کې لسګونو کسانو چې په ترکیب کې يې مدني فعالان، قومي مخور، دیني عالمان او حکومتي مامورین شامل ول، د کندهار، کابل او هلمند وروستۍ پېښې چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې تر څنګ په کې د متحده عربي اماراتو پنځه دیپلوماتان هم ووژل شول وغندلې.

غونډې ته د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي په خپلو خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه او خونړۍ پيښې که په هر نوم وي، جهاد نه دی او دوام لپاره يې شرعي دلیل نشته.

د ده په وینا د افغانانو او مسلمانانو وژنه کبیره ګناه ده.

مولوي شاه محمد محمدي زیاته کړه:

((دا ټول خلک مسلمانان دي، موږ دا عقیده ده او ټول کلمه طیبه وايي، څوک چې د دې په مقابل کې جنګ کوي دا جهاد نه بلکې یو شخصي جنګ دی، د خپلو ګټو یا د بهرنیانو د ګټو لپاره په کې افغانان قرباني کیږي، د خدای په خاطر په حیث د یو عالم موږ دوی ته سوال کوو، چې له خدایه وویریږئ، دا د مسلمانانو مرګونه نوره پریږدئ، دغه کبیره ګناهونونه نور لاس واخلئ، د دې به په قیامت کې الله ته بیا څه ځواب کوئ.))

د خوست د والي مرستیال شیربادشاه ارګوني په خپلو خبرو کې د پيښو د قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او تر څنګ يې د متحده عربي اماراتو حکومت او خلکو ته هم د وژل شویو دیپلوماتونو د خفګان له کبله ډاډګیرنه ورکړه.

شیربادشاه ارګوني وویل:

((د ولایتي ادارې د رهبري او د خوست د ولسونو په استازیتوب هغو کورنیو ته چې د دوی وروڼه او زامن او که زموږ د دوست هېواد دیپلوماتان وو، صبر جمیل او هغه زخمیانو ته چې ټپیان شوي د عاجلې شفا غوښتونکي یو، د متحده اماراتو حکومت او خلکو ته د ډاډګیرنې پیغام ورکوو، هغه کسان چې پدې ډول پيښو سره زموږ هېوادوال ځوروي دا پیغام ورکوو، چې انشاالله یوه ورځ به موږ سرلوړی وو او تاسو به د خپلو بدو اعمالو سزاء وګورئ.))

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني افغانستان سره د عربي متحده اماراتو مرستې یادې کړې او په ځانګړي ډول د شیخ زاید پوهنتون د کمپلیکس په جوړولو کې يې د یاد هېواد مرستې وستایلې او ويې ویل، د عربي ديپلوماتونو په وژل کیدو هم خوستوال سخت خواشیني شوي دي:

((عربي متحده اماراتو واقعاً افغانستان سره دوست هېواد پاتې شوی او افغانستان سره يې په مختلفو برخو کې مرستې کړي دي، چې یوه ښه بېلګه يې د شیخ زاید پوهنتون یادولی شو، چې په خوست کې يې په علمي برخه کې واقعاً ستره سرمایه ګزاري کړې ده، دمتحده اماراتو د ديپلوماتانو په شاهد د خوست خلک ډېر دردیدلي دي.))

بلخوا مدني فعال نصیر احمد روښان د ځنو امنیتي پيښو رامنځته کېدل لدې کبله بولي، چې حتی د هېواد امنیتي سکټور مدیریتي چارې هم د وړتیا، ژمنتیا او مسلکي توب پر ځای په مصلحتونو ویشل شوي دي:

((څنګه کیدای شي، چې د یو والي دفتر ته څوک بمونه انتقال کړي او په هغې کې انفجار وشي، بالاخره تلفات ورکړو او قرباني ورکړو، د دې تر شاه یو علت دادی چې موږه په داخل د نظام کې په امنیتي ادارو کې اصلاحاتو ته ضرورت لرو، دا ضرورت باید افغان دولت درک کړي او تر دې وروسته دا د ملي مصلحت، پوهې او مسلکي وړتیا له مخې دا هر څه تنظیم کړي.))

په خوست کې د یادو پیښو قربانیانو ته د دعاګانو په موخه د قرانکریم ختمونه هم ترسره شول.

یاده دې وي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار د ولایت پر مېلمستون بمي حمله کې د ملي شورا د دوو غړیو او پنځو عربي ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او د کندهار د والي او متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شوي ول.

همدارنګه د کابل او هلمند پيښو کې هم لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG