د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولنيزو فعالانو ضد پروپېګنډه


په پاکستان کې د ټولنيزو رسنېو کارونکي وايي په دې هېواد کې د پنځوو ټولنيزو فعالانو تر تری تم کولو ورسته د دوی پرضد پروپېګنډه روانه ده او دوی یې له سختو انديښنو سره مخامخ کړي دي.

په پېښور کې ټولنيز فعاله ثنا اعجاز وايي دوی او ملګري يې د ثمر عباس او سلمان حېدر په ګډون د نورو ټولنيزو فعالانو د راخوشېکولو لپاره احتجاجونه کوي نو ځکه يې پرضد پر فېسبوک پروپېګنډه روانه ده او دوی يې د مرګ له ګواښونو سره مخامه کړي دي:

"زموږ تصويران فوټو شاپ شوي دي او پر فېسبوک او ټویټر له داسې خلکو سره موږ يوځاي ښودل شوي يو چې موږ ورسره ملاقات هم نه دی کړی. زموږ په نامه خلکو جعلي اکاونټونه پر فېسبوک خلاصې کړي او د مذهب يا رياست ضد پوسټونه ليکي. نو موږ اندېښمن يو چې څوک مو مذهب ته د سپکاوي په تور مړه نه کړي. موږ ټولو مذهبونو او رياستونو ته احترام لرو."

ثنا اعجاز وايي په پاکستان کې چې څوک هم د رياست پر پالیسیو پوښتنې راپورته کړي نو پر هغو سمدستي د مذهب او رياست د سپکاوي تورنه لګي. پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې دغه تورنه رد کړي او په دا وروستېو کې هم د هېواد د کورنېو چارو وزير ويلي دي چې ټولو متعلقه ادارو ته يې امر کړی چې له تری تم کړل شوي ټولنيز فعالان ولټوي او خپلو کورنو ته يې ورسوي.

په لکي مروت کې د ټولنيزو رسنېو يو بل کارونکی توقير حسن وايي چې په پاکستان کې د يادو کسانو تر تری تم کولو ورسته اوس دوی له سختو اندېښنو سره مخامخ دي او حق وينا نه شي کولی:

"که په پاکستان کې ريښتيا وينا جرم دی خو بيا سمه ده او که نه داسې نه ده نو بيا د دغه ټولنيزو فعالانو پورته کول او ورکول ډېره لویه بې انصافي ده."

خو هم د لکي مروت يو بل تن انعام الله چې له نورو روشنفکره ملګرو سره يې په شريکه پر فېسبوک ټولنيزه شبکه جوړه کړې ده، وايي چې پر ټولنيزو فعالانو دا قسمه حملې د دوي مخه نه شي نيولی:

''موږ د ټولنې پرضد د جرمونو مخنيوي لپاره په ټولنيزو رسنېو کې يوه ډله جوړه کړې او د دې مبارزې له کبله څو وارې جېل ته هم تللی يم خو د دې باوجود مو خپل کار ته دوام ورکړی. دا قسمه مشکلات زموږ مخه نه شي نيولی."

د ټولنيزو چارو يو بل کارونکی ضيا الله همدرد بيا وايي چې کوم روشنفکره خلک دي د هغو په نومونو خلکو په ټولنیزه رسنیو کې جعلي اکاونټونه خلاص کړي او د مذهب يا رياست ضد پوسټونه ليکي چې د دغه روشنفکره خلکو د بدنامۍ سبب ګرځي.

دی زیاتوي په پرمختللو هېوادونو کې خلک د ټولنيزو رسنېو له لارې خپلې مسلې هواروي خو په پاکستان او په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سيمو کې زياتره ټولنيزې رسنۍ د يو بل بدنامولو لپاره کارول کېږي خو همدرد وايي د دې باجود دوی غواړي چې په ټولڼيزو رسنېو هېڅ قسمه بنديزونه ونه لګول شي.

XS
SM
MD
LG