د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: ټول مذهبي اقليتونو برابر حقونه لري


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي دي چې هېواد کې ټولو مذهبي اقليتونو ته برابرحقونه حاصل دي۔ ځکه چې اقليتونو تل د پاکستان د دفاع او تر قۍ لپاره مثبت کردار لوبولی دی.

د پنجاب صوبې چکوال ضلع کې د هندوانو مقدس ځايې کټاس راج کې د اوبو پاکولو کارخاني پرانستلو مهال په خپله وینا کې وزیر اعظم وويل چې موجوده حکومت په نړۍ کي د اقليتونو لپاره د يو ملګري هېواد په توګه د پاکستان شناخت جوړول غواړي.

د ښاغلي شريف په خبره چې دين اسلام د امن او ورورولۍ پیغام ورکوي او حکومت به د اقليتونو د مقدسو ځايونو د خونديتوب او بیا رغوني هميشه خيال ساتي.

کټاس راج مندر له سلګونو کلونو راهیسې د هندوانو یو زوړ مندر دی.

په کټاس راج مندر کې د اوبو ډنډد د هندوانو لپاره مقدس حيثيت لري خو دغه سیمه کې د زياتې ابادې او کارخانو له وجې اوبه ګنده شوې دي۔

په کټاس راج مندر کې د اوبو پاکولو کارخاني جوړولو په اړه د حکومتي ګامونو په لړ کي په پاکستان کې د هندوانو حقونو د غورځنګ مشر هارون سرب ديال مشال رېډيو ته وويل:

"له داسې مثبتو ګامونو سره به نه يواځې اقليتو نو ته په عبادت کولو کې اسانۍ تر لاسه شي بلکې د بيلا بيلو مذهبونو تر منځه همغږي به هم وده وکړي او نړۍ کې به د پاکستان په اړه مثبت پېغام خپور شي."

بل خواد سياسي چارو کار پوه نصرت جاويد وايې چې په ملک کېفرقه ايزه او مذهبې سختدریځي زياته شوې نو دا د رياست فرض جوړېږي چې په جمهوري ملک کې د هر چاد مذهبي او مسلکي عقيدي خيال وساتل شي.

د اقليتونو د مقدسو ځايو نوخيال ساتل يوه ټولنيزه ستونزه ده او په پام کي ساتل یې د وخت ضرورت دی خو له دې سره سره اقليتونو ته د نور ولس په شان سهولوتونه او حقونو ورکولو هم ضروري دي.

"دا خبره چې حکومت د راتلونکو ټاکنو په لړ کې د اقليتونو لپاره دا ډول ګامونه پورته کوي نو زما په اند له دې سره د ټاکنو هېڅ تعلق نه شته. بلکې اقليتونو له احترام ورکول يو سماجي مسله ده او په دې کار کول ضروري وو۔ خو اقليتونه اوس هم له يوشمېر ستونزو سره مخ دې لکه د تعليم ستونزه د هغوی د اوسېدو مسلې دي۔او د ټولو نه مهمه خبره دا ده چي په اقليتونو کې چې کومه شاته طبقه ده هغوی ته په ټولنه کې هغه ځای او احترام لاندې ورکړل شوې چې کوم ورکول پکار دي۔ نو اقليتونو له د صحت، تعليم موقعې ورکولو او په معاشي توګه ښه کولو لپاره لا نور کار کول دي."

کټاس راج سيمه کې يوولس مندرونه (د هندوانو د عبادت ځايونه) دي او د هندوانو ديوتا شيوشنکر سره تړل کېږي. د هندومت عقيده لرونکیو ترمخه راج کټاس د شيو ديوتا د اوښکو نه جوړ شوی دی.

د پاکستان او هند تر وېش وړاندې به د نړۍ له هره ګوټه هندووان دلته عبادت لپاره راتلل.

XS
SM
MD
LG