د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال دې هم د پاکستان شهریت ولري.شاهي سيد


د عوامي نېشنل ګوند د سيند څانګې مشر سېنيټرشاهي سيد او نور غونډي
د عوامي نېشنل ګوند د سيند څانګې مشر سېنيټرشاهي سيد او نور غونډي

د عوامي نېشنل ګوند د سيند څانګې مشر سېنيټرشاهي سيد د اتوار په ماښام په کراچۍ کې يوې جلسې ته د وېنا پرمهال ويلي که څه هم په دې ښار کې پښتنو ته يو شمېر ستونزې رامخې ته دي ولې د هر څه وړاندې هغوي د نورو قامونو سره د برابرۍ په بنياد اوسېدل غواړي. او په پاکستان کې له څلوېښتو کالو راهیسې مېشت افغان کډوال اوس حق لري چې د دې ځای تابعيت ولري.

د کراچۍ په مېټروویل سيمه کې يوې لويې جلسې ته د وېنا پرمهال سېنيټر شاهي سيد وويل چې په پاکستان کې له څلوېښتو کالو راهسې افغان کډوال ژوند کوي خو ځيني حکومتي چارواکي وايي چې په پورېوهلو به يې له پاکستانه وباسي، هغه په ټولو ادارو غږ وکړو چې ټول ملکونه د تابعيت ورکولو لپاره ځانګړی قانون لري خو په پاکستان کې د تابعيت ورکولو لپاره هېڅ قانون نشته. نوموړي وویل د دوي ګوند به کله هم د افغان کډوالو په زوروه د اېستلو اجازت ور نه کړي.

"موږ يو وروڼه يو، يو وجود يو، موږ يو ثقافت لرو، دا بيله خبره ده چې افغانستان او پاکستان کې دواړو خواو ته پښتانه مېشت دي، د دې خو مطلب دا شو چې دا دواړه هېوادونه زموږ دي."

شاهي سيد وويل چې د چا پلار هم افغان کډوال په زوره له دې هېواده نه شي اېستلی، له څلوېښتو کالو راهیسې افغان کډوال دلته ژوند کوي په نورو هېوادونو کې خو پينځه کاله وروستو تابعيت ورکول کېږي خو دلته مېشت افغان کډوالو ته ويل کېږي چې په پورېوهلو به يې له پاکستانه وباسي داسې به کله هم دوی ونه زغمي.

د ګوند صوبايي مشر شاهي سيد په کراچۍ کې مېشتو پښتنو د ستونزو نه پرته په دې ښار کې د هغوي د بقا د جنګ کولو په اړه وويل چې دوی که څه هم دلته له يو شمېر مسئلو سره مخامخ دي خو تر ټولو لويه مسئله په دې ښار کې د پښتنو د پاتې کېدو او له نورو قامونو سره د برابرۍ په بنياد د ژوند کولو ده.

د شاهي سيد په وینا چې دلته لويه ستونزه د پښتون د بقا او د عزت ده، دلته به ټول پښتانه په شريکه دا اواز کوي چې نه اوبه غواړي، نه بجلۍ نه سړکونه بلکې يواځې عزت غواړي.

هغه زياته کړه چې د پښتون تاريخ له بهادرۍ او مينې ډک دی خو نن در په در او خاورې په سر دي اوسوالګر دی.

نن که پښتون قام بجلي غواړي نو دا د پښتنو ده او کراچۍ ته راوستل شوې ده، دا خاوره هم د پښتنو ده بيا هم پښتانه خپله بجلي او خپله خاوره په سوال غواړي، دا هر څه په تنظيم کېږي او بايد پښتانه رايو شي.

نوموړي زياته کړه چې پښتانه د دې ملک اوسېدونکي دي او خپل حق به غواړي ، که چېرته ورته حق نه ملاوېږي نو بيا به نورې لارې خپلوي.

پر دې موقع د ګوند مرستيالې مشرې کامله خان وويل چې دلته پښتانه د لکونو په شمېر کې اباد دي خو لا هم دوی توان نه لري چې د خپلو ستونزو په اړه له حکومتي چارواکو پوښتنه وکړي او لويه وجه يې په دې ښار کې د خپل سياسي ووټ اچوونکي په حیث اندراج نه کول دي.

پر دې موقع د ګوند صوبايي عمومي سېکتر يونس بونېري وويل په دې ښار کې چې کومو خلکو د ويرې ماحول جوړ کړی وو نن هغه تقسيم در تقسيم شو او د دوی ګوند پرضد چې کوم سازشونه شوي وو هغې هم دوی کمزوري نه کړل او لا هم په دې ښار کې خپلې سياسي هلې ځلې روانې ساتي.

د ذکر ده چې د کراچۍ ښار په ګڼه پښتون مېشته سيمه سایټ ټاون مېټروویل کې شاوخوا څلور کاله وروستو دا وړومبی ځل دی چې عوامي نېشنل ګوند د دې لويې جلسې تابيا کړې ده او د ګوند د مشرانو په وېنا د فېبرورۍ مياشتې په وړومبۍ اوونۍ کې به دوی د ټولې صوبې په کچه جلسه کوي چې پکې به د ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG