د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: په پل علم ښار کې ګاډی چلوونکو ته غرفې ورکول کیږي


د لوګر د ښاروالی ریاست چارواکي وايي، چې د ښاري نظم د تامین او یو شمېر هغو خلکو لپاره چې په لاسي ګاډیو کې توکي پلوري دایمي غرفې ویشي.

د دوی په وینا پدې سره به له یوې خوا د ښار نظافت ښه شي او بل لوري ته به د یادې ادارې په عوایدو کې هم ډېروالی راشي.

د لوګر ښاروال عصمت الله لالزی مشال راډیو ته وايي، چې د لاس فروشانو لپاره يې د غرفو د وېش ادارې چارې پیل کړي او تر شلو ورځو به هغوی ته د ښار په بیلابیلو سیمو کې د کار وبار په خاطر د دایمي غرفو د جوړولو لپاره ځایونه وویشل شي.

د لوګر ښاروال وویل:

"د ښار د ښکلا لپاره موږ باید د لاس فروشانو په خاطر د ځایونو بندوبست وکړو، هر کراچي والا ته یوه غرفه ورکول کیږي، ځایونه مو ورته مشخص کړي دي، ممکن په شلو ورځو کې يې فورمې اماده شي، د کراچیو په حساب باندې موږ په مختلفو ځایونو کې موږ دوی ته غرفې ورکوو، نو بیا به هم ښار پاک شي او هم به د دوی مشکل حل شي."

د لوګر ښاروال زیاتوي، د یادې ادارې په چوکاټ کې يې د مراجعینو مرکز هم جوړ کړی دی، چې د ښاروالی د ټولو ادارو مامورین به پکې ناست وي او مراجعین به خپلې ستونځې په یو ځای حلوي.

د ده په وینا که کوم چا داسې ستونځه درلوده، چې ډېرو شپو ورځو ته په کې اړتیا وه، نو په خپله د ښاروالی اړوند مامورین به يې کارونه ترسره کوي او په ټاکلي ورځ به يې ورسپاري.

د لوګر د ولایتي شورا رييس ناصر غیرت وايي، چې ښاروالي باید هغو کسانو لپاره چې د ښار د دوکانونو مخې ته او یا د سړکونو پر څنډو په لاسي ګاډیو کې توکي پلوري مناسب ځایونه پیدا کړي.

ناصر غیرت وړاندې وايي:

"زموږ دستفروشان چې د ډېرې ناچاری له لاسه دلته خپل هغه ورځني مشکلات حلوي او بعضې توکي خرڅوي، هغوی په رښتیا هم د ډېرو ستونځو سره لاس او ګریوان دي، مشخص ځای ندی ورکړل شوی، د دې په ځای چې د کار زمینه ورته برابره شي، له د سړک له یوې خوا يې بل لوري ته اړوي، سبا يې د یو مارکیټ مخې ته دروی، زما د ښاروال صیب او د ولایت د چارواکو څخه هیله داده چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي."

په پل علم ښار کې دوه تنه لاس فروشان چې په لاسي ګاډیو کې توکي خرڅوي وايي، کچیرې ښاروالي ورته په مناسب ځای کې غرفې ورکړي نو دوی لپاره به پدې ښه وي، چې له بې ځایه تکلیف او اذیت څخه به خلاص وي.

د پل علم ښار یو تن دوکاندار وايي، چې ښاروالي دې په ښار کې د یو شمېر صنفونو په ایجاد سره له یوې خوا عواید لوړ کړي او بل لوري ته پدې سره ښاري نظم او پاکوالی هم رامنځته کړي.

نوموړی دوکاندار زیاتوي:

"زما نوم حاجي عبدالباقي ده، باید ښاروالي په هغه ځایونو کې کار وکړي چې عواید پیدا کړي، بارګینونه دي، منډيي ده، چوب فروشي ده که قصابی دی، باید دوی ته اساسي دایمي ځای پیدا کړي، اوس چې موږ په ښار کې کومې کراچۍ لرو، د وطن خلک ټول بیکاره دي، دیو ته یو داسې مناسب ځای دې پیدا کړي، چې د ښار په یوه ګوښه کوي، دوی خپله ورځ په کې تېره کړي او یوه مړی حلاله روزي په کې پیدا کړي."

د یادونې وړ ده، که څه هم د لوګر پل علم ښار د افغانستان د نسبتاً نویو ښارونو څخه دی، خو کابل ته يې د فاصلې نږدیوالی، له هغه ولایت نه د پکتیا او خوست ولایتونو د عمومي سړک تېریدل او سوداګری سره يې د اوسیدونکو علاقه او لیوالتیا د دې سبب شوې ده، چې پل علم ښار په چټکی پراخ شي.

XS
SM
MD
LG