د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: ایف سي ځواکونه دې د لورالايي خلک نه بې کوره کوي


سنېټر عثمان خان کاکړ
سنېټر عثمان خان کاکړ

د دې نړول شوو کورونو یو شمېر مېرمنې او ماشومان دا وخت په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته د دوی په وینا ، د ایف سي له خوا د ورسره کېدونکي ظلم پر ضد احتجاج کوي

پراګ: د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورلايي د ریساله لاین نومي محلې اوسېدونکي وايي ، د پاکستان امنیتي ځواکونو د دوی د کورونو په نړلو پیل کړی دی.

د دې محلې اوسېدونکي حاجي محمد ایوب ترین مشال راډیو ته وویل ، ریساله لاین د لورالايي د ښار هغه محله ده چې تر دوه نیم سوه زیاتې کورنۍ پکې له لسیزو راهسې ژوند کوي.

د ده په وینا ، هلته موجود مکانونه د اوسېدو نه وو نو دوی شاوخوا دېرش کاله وړاندې له رسمي اجازې وروسته پرې کورونه جوړ کړل.

نوموړي زیاته کړه چې له دوی سره ژمنه شوې وه چې حکومت او امنیتي ځواکونه به دوی هیڅ کله هم له دې ځایه نه باسي او په بدل کې د دې محلې اوسېدونکي چاوڼۍ ته کرایې ورکوي.

خو د ده په وینا ، اوس د ایف سي ځواکونو له خوا خبردار ورکړل شوی دی چې دا محله دې خالي کړل شي او د ځینو کسانو کورونه نړول شوي دي.

نړول شوی کور
نړول شوی کور

حاجي محمد ایوب وویل ، د ایف سي ځواک مشران نه دوی ته په بدل کې بل ځای سرپناه ورکوي او نه هم دغه مځکه ورباندې پلوري.

د لورالايي د مدني ټولنو د اتحاد مخکښ انور ناصر مشال راډیو ته وویل چې په دې شاوخوا دوه نیم سوه کوره کې داسې خلک ژوند کوي چې دوه وخته ډوډۍ ډېره په کرانه پیدا کوي.

انور ناصر وویل ، لکه څنګه چې په قبایلي سیمو کې د خلکو کورونه نړول کېږي هم دا طرز امنیتي ځواکونو په لورالايي کې هم خپل کړی دی.

د دې نړول شوو کورونو یو شمېر مېرمنې او ماشومان دا وخت په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته د دوی په وینا ، د ایف سي له خوا د ورسره کېدونکي ظلم پر ضد احتجاج کوي.

دې مېرمنو او ماشومانو د اسلام اباد پر ساړه موسم او باران سر بېره خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی.

د لورالايي متاثرین
د لورالايي متاثرین

په صوبه کې د واکمن اتحاد غړي پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او سنېټر عثمان خان کاکړ وویل ، دوی دوې میاشتې وړاندې پر دې مسله په سېنټ کې هم ږغ پورته کړی وو.

ده وویل ، په سېنټ کې د دفاعي کمېټۍ مشر او یو شمېر نورو بااثره کسانو ورسره منلې چې ایف سي ځواکونو له دې خلکو سره زیاتی کړی او دوی به په دې اړه ږغ پورته کوي.

سنېټر عثمان کاکړ وویل ، د پاکستان امنیتي ځواکونه دې د دې غریبو خلکو په بې کوره کولو د نفرت اور ته لمن نه وهي.

د ایف سي ځواک چارواکي وايي ، دا مځکه په چاوڼۍ پورې اړه لري نو ځکه دوی غواړي چې له دې خلکو یې خالي کړي.

XS
SM
MD
LG