د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ماشومانو د تشدد راضینامه نه شي کېدلی: سپریم کورټ


د پاکستان سپریم کورټ د لس کلنې ماشومې طیبې د کېس پلټونو لپاره د اسلام اباد پولیسو مشر ته د یوې کمیټۍ جوړولو امر کړی او ویلي دي دا کمیټي دې په درو ورځو کې رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

د جمعې ورځ په سپریم کورټ کې د طیبې د کېس له خپلې مخې یادونې (ازخود نوټس) پر مهال چیف جسټس ثاقب نثار پولیسو ته دا حکم هم ورکړ چې د روانې میاشتې پر یولسمه نېټه دې طیبه له خپل مور و پلار سره یوځای عدالت ته وړاندې کړل شي.

سپریم کورټ د دې کېس په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې بنیادي بشري حقونو په باب جوړجاړی نه شې کېدلې. مور و پلار هم خپل بچیان له بنیادي بشري حقونو نه شې محرومولی نو بیا څنګه دا روغه یا راضينامه وشوه؟

د اسلام اباد پولیسو لخوا به جمعې پر ورځ طیبه سپریم کورټ ته وړاندې کېدله خو د هغې د مور و پلار او د جج کورنۍ ترمینځ د پخلاینې پس یې له تېرو دوو ورځو راهیسې درک نه لګېږي.

د پولیسو په وینا چې د طیبې لټون روان دی.

بلخوا د اسلام اباد پولیسو مشال راډیو ته وویل چې د طیبې لټون لپاره یوه پولیس ډله فیصل اباد ته لېږل شوې ده او د طیبې د مور دعوا کونکې دوه ښځې فرزانه بي بي او د کوثر بي بي د وینې نمونې د ډي اېن اې ټېسټ لپاره هم وړاندې کړل شوې دي.

د اسلام اباد د یو اېډیشنل سېشن جج په کور کې پر لس کلنې طیبې د جج مېرمنې تشدد کړی او له هغه وروسته وړمه ورځ د اسلام اباد په سېشن کورټ کې د طیبې مور و پلار او د جج کورنۍ ترمنځ روغه جوړه شوې وه.

په اسلام اباد کې د پیمز هسپتال ویاند ډاکټر الطاف حسېن له مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل چې د طیبې د طبي معاینې لپاره بورډ جوړ کړل شوی دی.

ده وویل پولیسو ورته ویلي چې د ماشومې شناخت مالومولو لپاره دې د فرزانې بي بي او کوثر بي بي ډي اېن اې ازموینه یا ټېسټ هم وکړل شي.

''موږ ته پولیسو دا اطلاع راکړې ده چې کوثر او فرزانه نومي دوه ښځې عدالت ته وړاندې شوې دې او سپریم کورټ دا حکم ورکړې دې چې د ډي اېن اې ټېسټ دې وکړل شي چې د دوی د دعوو تصدیق وشي. دغه ښځې دا دعوا لري چې دا ماشومه د هغوی ده او موږ یې وارثان یو نو موږ به د دویډي این اې ټېسټ کوو.''

د قانوني چارو کارو پوه شهاب الدین خټک وایي چې د یو جج په کور کې پر یوې خدمتګارې ماشومې تشدد کېدل د ټولنې د ذهن عکاسي کوي.

د ده په وینا چې راضینامه ظلم ته یو قانوني شکل ورکولو غوندې وي.

''زموږ په ټولنه کې زورور او کمزوري دواړه اوسېږي نو پکار نه ده چې د ملک آیین او قانون زورورو ته دا اختیار ورکړي چې هغه دې راضینامه وکړي. باید چې ریاست د غریبو او مظلومو تپوس وکړي، ریاست هم د دې لپاره وي چې د هغوی تحفظ وکړي.''

د بشري حقونو مبارزه کونکې وایې د څو کلنو راهیسي دوي دا غوښتنه کوي چې په کورونو کې په کارکونکیو ماشومانو د تشدد مخینوي لپاره دې یا خو حکومت یو قانون جوړ کړي او یا دې د ماشومانو د تحفظ په موجوده قانون کې ترمیم وکړل شي.

XS
SM
MD
LG