د لاسرسي ځای

اکثریت پاکستانیان له هند سره روغه غواړي


د پاکستان يوه غیر-سرکاري څېړنیزه اداره ګيلپ پاکستان وايي چې په پاکستان کې ۶۸ فيصده خلک د مذاکراتو له لارې له هند سره شخړې هوارول غواړي.

د ادارې رپوټ له مخې په دغه هېواد کې یوه سروې شوې چې پکې له هند سره د خبرو په حق او مخالفت کې پوښتنې شوې دي چې نېږدې ۶۸ فیصده خلکو د مذاکرتو ملاتړ کړی او ۳۱ فیصده یې مخالف ول خو یو فیصد خلکو هېڅ ځواب نه دی ویلی.

په دا وروستیو کې د پاکستان او هند اړیکې هله سختې کړکېچنې شوې چې د ۲۰۱۶م کال په سېپټېمبر کې د هند تر ولکې لاندې کشمير په اړي سيمه کې پر یوې پوځي اډې برید وشو چې هند يې تور پر پاکستان ولګاوه.

د پاکستان او هند تعلقاتو په اړه د بهرنو چارو کارپوه پروفېسر اعجاز خټک وايي چې د دواړو ملکونو تر منځ هند واک تر لاندې کشمير پشمول يو شمېر شخړې دي خو دواړه هېوادونه د ټوپک او جګړو له لارې خپلې شخړې نه-شي هوارولی۔ که نن وي او که څو کاله پس د خبرو اترو پر مېز کښېنستل د دواړو ملکونو په ګټه ده.

يو بل کارپوه خادم حسين وايي، اوس په ولس او په خصوصي توګه په ځوان کهول کې پوهه راغلې او هغوی د امن لاره خپلول غواړي چې دا شان خپل هېوادونه او خپل راتلونکې بچ کړي.

د نوموړي په وینا چې د دواړو خواوو په جنګ کې تل عام ولس ځپل شوی دی۔ په پاکستان کې چي کومه سروې شوې ده، هم داسې یوه سروې په هند کې هم پکار ده چې وشي او د خلکو رايې مخې ته راشي.

کارپوهان وايي چې د دواړو ملکونو تر منځه امن راوستو کې دې مطبوعات هم خپل کردار ولوبوي. له دواړو خواوو دې مثبت او امن پلوه خبرونه او پيغامونه خپروي چې دا شان دې ګام ته نوره هم وده ميلاو شي.

بل پلو پاکستاني چارواکي وايي، چې د ((ښه نیت ښودو)) په موخه یې هغه ۲۱۸ هندي کب نیونکي خوشې کول پیل کړي چې په عرب سمندرګې یې نیولي ول.

XS
SM
MD
LG