د لاسرسي ځای

" یواځې پاسپورټ لرونکي پاکستانیان افغانستان ته سفر کولی شي"


دخیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې نن د نوي کال د جنورۍ د لومړۍ نیټې نه یي په تورخم پوله پاکستاني وګړو لپاره هم پاسپورټ شرط عملي کړی دی.

پاکستاني وګړي اوس په یوازې شناختي کارډ لرلو افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی بلکه دوی به ځان سره پاسپورټ هم ساتي،او چې کوم پاکستانی تن افغانستان ته لاړ شي نو واپسۍ کې به ترې په تورخم پوله پاسپورټ کتل کیږي.

خو د پولې دې غاړې ته میشتو قبایلو لپاره دغه شرط نشته او دوی یوازې په شناختي کارډ هم تګ راتګ کولی شي.

د تیر کال د جون میاشتې نه پاکستان د افغانانو لپاره پاکستان ته د راتللو سفري اسناد ضروري ګرځولي وو. چارواکو وویلي وو د هغو ټولو افغانانو اسناد به په تورخم دروازه کتل کیږي چې دغه هېواد ته سفر کوي.

پاکستاني چارواکي وایي چې دغه ګام یی د پولې د سنبالولو پالیسۍ تر لاندې پورته کړی دی او مقصد یي په دې پوله د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول دي.

بلخوا ځینې افغانان دا هم وایي پاکستان ته د علاج لپاره ځي راځي او د اسنادو شرط له ستونزو سره مخامخ کړي دي. بل پلو د پولې دواړو غاړو ته میشتو ځینو کورنیو په یو بل کې رشتې هم کړي دي، چې د اسنادو شرط ته نه دي خوشاله.

XS
SM
MD
LG