د لاسرسي ځای

د جمعې په ورځ په خوست کې د کریکټ نړیوال لوبغالی چې د المان هېواد په مالي مرسته د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ شوی او د نږدې لسو زرو کسانو د ځاییدو ظرفیت لري، پرانیستل شو.

د جمعې په ورځ په خوست کې د کریکټ نړیوال لوبغالی چې د المان هېواد په مالي مرسته د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ شوی او د نږدې لسو زرو کسانو د ځاییدو ظرفیت لري، پرانیستل شو.

د خوست د نړیوال لوبغالي د پرانیستې په ویاړ د کریکټ د ملي ټیم د لوبغاړو لخوا یوه دوستانه لوبه هم ترسره شوه، چې لسګونه زره کسان يې لیدو ته ورغلي وو، خو نږدې نیمايي کسان د ځای د تنګوالي له کبله تر پایه له لوبغالي په بیدیا کې پاتې شول.

په خوست کې د کریکټ د ملي لوبغالي د پرانیستې او په تعقیب يې د کریکټ د ملي لوبغاړو د یوې دوستانه لوبې د لیدلو لپاره د یاد ولایت د ښار او ولسوالیو خواوشا پنځوس زره کسان ورغلي ول.

په لوبغالي کې د یو شمېر کسانو په نظر ممکن دېرش زره کسان به ول، خو نږدې همدومره مینه وال چې په لوبغالي کې نه ځایدل تر پایه بیدیا پاتې شول.

د لوبې لیدلو ته یو شمیر کسان له شپې ورغلي ول، د ډېرې ګڼه ګوڼې له کبله زرګونه کسان لوبغالي ته په دیوالونو او اغزونو مزو دپاسه وروختل او په ډېر زحمت يې د لوبې ننداره وکړه.

خوست والي حکم خان حبیبي د غونډې ګډونوالو ته د لوبغالي مشخصات وړاندې کړل، نوموړي پدې اندازه د خلکو او ځوانانو راغونډیدل بیاد دې ثبوت وباله چې خوست کې ډاډمن امن موجود دی:

((دا لوبغالی چې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې د المان هېواد په مرسته چارې يې تکمیلې شوې، زه یې بیا هم د خوست د رهبری په استازیتوب تاسو درنو مینه والو ته مبارکي وایم، ستاسو مینه او دومره لویه راټولیدنه دا د رښتینی اثبات دی، چې خوست د افغانستان په کچه د سولې کور دی.))

د لوبغالي پرانیستې ته له کابل نه د افغان حکومت یو شمېر چارواکي او په ولسي جرګه کې د خوست او پکتیا ځنې استازي هم خوست ته راغلي ول.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر کمال سادات له افغان ولسمشر غوښتنه وکړه، چې ددې لوبغالي پراخیتا ته ځانګړي توجه وکړي:

((جلالتماب جمهور رييسه، څومره ډېر وټونه مو درکړل، موږ ته به اوس همدا لوبغالی جوړوې، چې ټول خلک په کې ځای شو، والله چې ستاسو غږ مې او ددې لوبغالي غږ مې په یوه اونۍ کې جمهور رييس ته رسولی نه وي، چې زما خلک په دې سټوډیم کې نه ځایږي، راته دوه منزله يې کړه.))

د خوست ورزشي مسوول عزیز ملنګ وویل، لوبغالی وړوکی دی او له همدې کبله زرګونه هغه ځوانان چې سړه شپه يې د لوبې د تماشا په هیله سبا کړه، بېرته ناهیلي خپلو کورونو ته ستانه شول:

((موږ نن دېرش زره ځوانان داسې مایوسه او بې نواء بېرته ولیږل، هغوی په هوټولو کې دې مراسمو ته شپې کړې وې، سړه شپه يې دلته تېره کړې وه، هغه ځوانان نن ولاړل او کم تعداد ځوانان پاتې دي، زموږ غوښتنه داده چې دېرشو زرو ته نه، بلکې پنځوس زره کسانو لپاره سټوډیم جوړ کړئ.))

د کریکټ ملي لوبغاړی شرف الدین اشرف وايي چې په رښتیا هم خوستیان د کریکټ سره بې سارې مینه لري او دوی د خوستوالو په منځ کې د خوشالۍ احساس کوي:

((لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده له سهار راهیسې په دومره ډېر تعداد کې تماشاچیان حتی خبر شو، چې د سهار له څلورو بجو راغلي دي، دوی نه مننه کوو، چې کریکټ ملي لوبغاړو سره دومره مینه لري، موږ د دوی په منځ کې ډېر خوشاله یو او د دوی په وجود کې ملي اتلان یو.))

د کریکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل په خپلو خبرو کې د کریکټ د لوبې له تماشاچیانو سره ژمنه وکړه، چې د خوست لوبغالي پراختیا به په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي:

((ما چې ستاسو مینه ولیده، د کریکټ سره مې ستاسو علاقه ولیده، دا لوبغالی ستاسو لپاره کفایت نه کوي، دا درته لویوم، نن نه وعده درسره کوم چې زما د اجنډا په سر کې به داوي چې دا لوبغالی به د دیرشو زرو خلکو لپاره مصون ځای ولري، ټول هغه معیارونه چې د بین الملي کریکټ او لوبغالو لپاره دي، انشاالله د خوست په میدان کې به عملي کیږي، دا مې درسره وعده ده او جدي ده.))

د یادونې وړ ده تر دې پخواپه خوست کې د فوټبال ملي لوبغالی هم جوړ شوی وو، چې پدې وروستیو کې يې پاتې کارونه هم ترسره شوي دي.

خوست د افغانستان د هغو سیمو څخه ده، چې د کریکټ مینه وال په کې بیخي ډېر دي، نږدې په هره سیمه کې د ځوانانو او ماشومانو ډلې په خپلو کې په کلیو، بانډو، کوڅو او حتی د کورونو په انګړو کې د کریکټ لوبې کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG