د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: زرګونه خلکو د افغان کریکټ لوبغاړیو لوبه ولیدله


د جمعې ورځې ناوخته ماسپښین د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د خوست کریکټ په نوي نړیوال لوبغالي کې دوستانه سیالي وکړه.

یادې سیالۍ لیدلو ته تر پنځوسو زرو خلک ورغلي ول، خو لوبغالی کوچنی وو او نږدې نیمايي کسان تر پایه د لوبغالي څخه دباندې سیمه کې پاتې شول.

د ملي ټیم لوبغاړي د زرګونو ګډونوالو لخوا په چکچکو بدرګه کېدل او د افغانستان په وخت د مازدیګر تر څلورو بجو روانه وه

دې سیالۍ نندارې ته د خوست له اوسیدونکو سربیره د افغانستان د کریکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل، د کریکټ بورډ دوه پخواني مشران نسیم الله دانش او شهزاده مسعود، په ولسي جرګې کې د خوست او پکتیا ولایت یو شمیر استازو، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر کمال سادات او یو شمیر نور حکومتي چارواکي هم ورغلي ول.

په خوست کې د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې د لوبې ژوندی جریان د یو شمیر ملي تلویزیونونواو ځنو سیمه ییزو رسنیو څخه په ژوندی بڼه خپریده.

د لوبې ننداره کوونکو مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله، چې په خوست کې د کریکټ د مینه والو د کمیت په پرتله دا لوبغالی کوچنی دی او باید لږ تر لږه دوه برابره لوی شي.

بل لوري ته د کریکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل په خپلو خبرو کې ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې د خوستوالو لیوالتیا ته په کتو به د دې لوبغالي پراخوال د ده په لومړیتوبونو کې وي.

په خوست کې دکریکټ ملي لوبغالی د المان هېواد په مرسته د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه کلونو په موده کې جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG