د لاسرسي ځای

په خوست کې د کریکټ د ملي ټیم لوبغاړي په خپلو کې لوبه کوي


نن د جمعې په ورځ په خوست کې د کریکټ د نوي جوړ شوي ملي لوبغالي تر پرانیستې وروسته به د کریکټ د ملي ټیم لوبډله په دوو ټیمونو کې په خپلو کې سره دوستانه لوبه کوي.

د افغانستان د کریکټ بورډ لخوا د ملي ټیم کپتان اضغر ستانکزی او نوروز منګل د لوبیدونکو ټیمونو د مشرانو په توګه اعلان شوي دي.

د یادې لوبې د نندارې لپاره د کریکټ نوي لوبغالي ته د سهار د لمانځه دمخه زرګونه ځوانان ورغلي دي.

په خوست کې د کریکټ ستر لوبغالي د جوړولو چارې د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې پیل شوې وې.

یاد لوبغالي د المان هېواد په مالي مرسته د څه باندې اته لکه یورو په لګښت جوړ شوی او د شلو زرو ننداره کوونکو لپاره ځای لري.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG