د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د چرګانو د خوراکي توکو د توليد فابریکه پرانستل شوه


په ننګرهار کې د چرګانو د خوراکي توکو د توليد فابریکې په کار پيل وکړ. مسوولین وايي چېد فابریکې په جوړېدو څه کم پينځه میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی. دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰ ټنه د چرګانو خوراکه تولیدوي او په درې شيپټونو کې ورسره ۱۸۰ تنهپه کار بوخت دي.

د چرګانو د خوراکي توکو د تولید دا فابریکه د ننګرهار د شېخ مصري په صنعتي پارک کې تر جوړېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ په کار پيل وکړ. دا فابریکه د تل پسرلي په نوم خصوصي سوداګريز شرکت جوړه کړې ده. د دغه شرکت یو تن مسوول حاجي خواجه محمد د فابریکې د پرانستې پر مهال خبریالانو ته وویل:

(( دا فابريکه د څلور اعشاریه اته ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت په لس جريبه کې جوړه شوې ده. دا فابريکه په یو ساعت کې لس ټنه پاخه مواد تولیدوي چې په څلرويشت ساعتونو کې ۲۴۰ ټنه کيږي. درې شيپټه کار په کې کېږي، چې په هرو اتو ساعتونو کې شپېته تنه کار کوي چې ټول ۱۸۰ تنه په کې په کار ګمارل شوي پرته له هغو چې موټر چلوي او یا نور خدمات وړاندې کوي.))

د چرګانو د خوراکي توکو د تولید د فابريکې پرانستې ته د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او سرپرست وزير عبدالقدیر جواد هم راغلی و. نوموړي د فابریکې په جوړېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل، پخوا به د چرګانو خوراکي توکي له پاکستان څخه وارېدېدل، خو د دې فابريکې په فعالیتسره به په دغه برخه کې په کور دننه خودکفا شوو.

(( موږ باید د چرګانو په صنعت کې نور زیات کوټلي ګامونه واخلو، مګر دا یوه ښه شروع او ښه اغاز دی، موږ چې په ختيځ زون کې عمده مشکلات د چرګانو په برخه کې لرل هغه د فیډ ملز نه موجوديت و چې له پاکستان څخه به موږ د چرګانو د خوراکې مواد راوړل، اهسته اهسته موږ د خودکفایت په لور روان یو، دا نه يوازې زموږ لپاره بلکې د ټول ولس لپاره، د ننګرهار د خلکو لپاره او د ټول افغانستان لپاره د افتخار او ویاړ ځای دی.))

چرګانو د فابريکې مسوولینو شکايت لرلو چې د خامو موادو په واردولو کې ترېنهپه زیاته اندازه مالیه اخيستل کېږي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي ډاډ ورکړ چې د صنعت کارو دا ستونزه به له ولسمشر سره شريکوي او د اوارولو په لار کې به يې کوټلي ګامونه اخلي.

(( زه ستاسو په استازيتوب د دولت د اقتصادي عالي شورا غړی یم، جلالت ماب رییس جمهور هر وخت وايي چې تولید باید حمایه شي، موږ به په دې کار کوو چې دغه خام مواد چې تاسو وارېدوئ د دې تعرفه باید صفر شي، او یا یو فیصد شي. او اوس د دولت د اقتصادي عالي شورا فاصله هم کړې چې د خام موادو په واردولو دې یو فیصد مالیه واخیستل شي.))

د فابريکې مسوولين وايي چې د چرګانو د خوراکي توکو د تولید لپاره څلوېښت سلنه مواد چې جوار دي، په کور دننه پوره کوي او شپېته سلنه خام مواد له پاکستان څخه واردوي.

د یادولو ده چې د چرګانو د خوارکي توکو د تولید په ټول افغانستان کې دا لومړۍ فابريکه ده چې په فعالیت يې پیل کړی دی.


XS
SM
MD
LG