د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د افغانستان سولې ته ژمن دی


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډه ته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا وویل چې پاکستان د افغانستان لخوا د پنځه سوه میلیونو ډالرو د نه اخیستوانکار کړی وو خو پاکستان باور لري چې د افغانستان سوله او ثبات نه یواځې د پاکستان بلکې ټولې منطقې لپاره مهمه ده.

د ده په وینا یوڅو کاله مخکې هم پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالر په افغانستان کې د صحت او تعلیم په څانګه کې مصرف کړي ول.

دی زیاتوي: ”د پاکستان لخوا د پنځه سوه میلیونه ډالرو دا وړاندیز د هغه عمل برخه وه چېرته چې ټول هېوادونه د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره یو ځای شوی وو. دغه هیوادونو د افغانستان په امن کې دلچسپي لرله او هغوی دا غوښتل چې افغانستان د پرمختیا لپارهمالي مرسته وکړي.پاکستان هم دغسې وکړه او اوس هم د افغانستان سولې،ثبات او د پرمختیا لپاره ژمن یو د څه لپاره پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالرې ورکولو لوظ کړې وو”

د اکتوبر په میاشت کې په برسلز کې د افغانستان لپاره رابلل شوې غونډې په موقع د پاکستان په کډون امریکا، پاکستان،هند،روس،جاپان، نړیوال بېنک،ملګرې ملتونو او ناتو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مالي مرستې ژمنه کړې وه.

خو د روانې میاشت په پیل کې د هند په امرتسر کې د اسیا زړه کانفرنس په موقع د افغانستان ولسمشر ويلي وو چې پاکستان دې دا پنځه سوه میلیونه ډالرې په خپله ځمکه د وسله والو پرضد وکاروي.

د افغان امورو کارپوه او خبریال سمیع یوسفزې وایي چې پاکستان او افغانستان ترمېنځه تعلقات د خرابېدو یوه وجه په هند کې د افغانستان ولسمشر لخوا بیان هم دی.

نوموړی زیاتوي په دې راتلونکې کې داسې نه ښکاري چې دا تعلقات په ډرامایې ډول د بهترې اړخ ته راشي. خو دې دا هم وایي افغان حکومت دا غواړي که له پاکستان سره تعلقات ښه شي نو د هند اثر رسوخ به راکم کړې او په افغانستان کې مېشت پاکستاني طالبانو پرضد به کاروایې هم وکړي.

د ذکر ده دواړه هیوادونه پر یو بل د ترهګرې په لړ کې تورونه لګوي او هم دې له وجې د تېرې څو مودې راهیسې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې شوي .

XS
SM
MD
LG