د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: د لږکيو تحفظ قانون په بېرته اخستلو به په دوي ځمکه تنګه شي


پاکستان هندو کونسل وايي که سيند حکومت د لږکيو تحفظ قانون بیرته واخېستو نو دا به داسې وي لکه چې نور ګوندونه هم په زوره د مذهب اړولو مرسته کوي. د دغه کونسل د مشرانو په وینا چې دوی د دغه قانون مرسته کوي او کله به هم په دې کې د بدلون يا بېرته اخېستو فیصله ونه مني.

بل اړخ ته د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د دې قانون مرستيال دی او وايي چې دا قانون په وړومبي ځل يواځې په پاکستان کې نه جوړېږي بلکې په نورو اسلامي هېوادونو کې هم موجود دی.

د پاکستان هندو کونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رميش کمار د پنجشنبې په ورځ مشال رېډېو ته وويل دوی خوشاله وو چې په ګډه سره د سيند صوبايي حکومت د لږکيو د تحفظ قانون منظور کړو خو اوس يې په رسمي توګه قانون جوړولو کې د لم لېټ نه کار اخستل د دوي اندېښنې زياتوي

"هم دا د عمر حد کېښودل خو لويه وجه ده نور هېڅ نشته، که د اتلس کالو نه کم عمر والا ماشوم يا ماشومه شناختي کارډ نه شي جوړولی، لائسنس يې نه جوړېږي نو بيا دا ولې منل کېږي، که د کوم چا د فشار له وجې دا قانون بېرته اخستل کېږي نو دا به زياتی وي، لږکيو ته به د کمزورۍ احساس نور هم زيات شي او دا ځمکه به بيا په لږکيو او خصوصي توګه په هندو ټولنه تنګه شي."

د رمېش کمار په وېنا چې په سيند صوبه کې د دې قانون د بېرته اخستو وروستو د لږکيو دپاره حالات نور هم خرابېدی شي خو نوموړی يقين لري چې هم دا قانون به ډېر زر په رسمي توګه هم په دې اصل شکل کې ومنلی شي

د پاکستان بشري حقونو کمېشن هم د دې قانون مرستيال دی او د ياد کمېشن د سيند څانګې مرستيال مشر اسدبټ وايي چې دا رنګ قانون يواځې په پاکستان کې نه دی جوړ بلکې په نورو يو شمېر اسلامي هېوادونو کې د وړاندې نه دا قانون جوړ کړی شوی دی

"دا کوم نوی قانون نه دی او نه پاکستان يواځينی هېواد دی چې دا رنګ قانون جوړوي، په ملايشيا او انډونيشيا کې دا قانون موجود دی چې که کوم ماشوم مذهب بدلوي د هغې دپاره يې د مور پلار رای ضروري ده، يا په مور او پلار کې د يو تن مذهب بدلول ورسره هم ضروري ګرځول شوي دي او که داسې نه وي نو کله هم ماشوم يا ماشومې ته د مذهب بدلولو اجازه نه ورکول کېږي."

اسد بټ وايي چې په سيند صوبه کې د لږکيو په زوره د مذهب د بدلون کېسونه مخې ته ځکه نه راځي چې د هغوي تعلق زياتره د ښکته طبقې سره وي او چې کوم د دوي خپل مشران هم دي نو د هغوي تعلق د مالداره کورنيو سره دی ځکه د غريبې طبقې پوښتنه نه کوي

د ده په وېنا چې په سوونو کورنۍ د دې ويرې هند ته په کډوالۍ تلي دي او د تابعيت غوښتنه کوي

د ذکر ده چې د سيند حکومت د لږکيو د تحفظ دپاره قانون په صوبايي اسمبلۍ کې منظور کړی خو د مذهبي ګوندونو له خوا پرې نيوکې شوي او يو شمېر احتجاجي مظاهرې هم شوي دي چې وروستو يې د پيپلزګوند مشر اصف علي زرداري د دې خبرې باور ورکړی چې دغه قانون به د مذهبي ګوندونو د منلو پرته نه منظورول کېږي او دوي يې بېرته اخستلو ته تيار دي

XS
SM
MD
LG