د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف علي زرداري او بلاول بټو په په ضمني انتخاباتو کې برخه اخلي


کراچۍ: د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د سېشنبې په ورځ اعلان وکړو چې هغه او بلاول بټو زرداري به روانې اسمبلۍ ته د غړيو په حېث ورځي.

هغه وویل چې دی به د بېنظيراباد ضلعې له نواب شاه حلقې او بلاول بټو زرداري به له لاړکانې نه په ضمني ټاکنو کې برخه اخلي او د يو ريښتوني اپوزيشن په توګه به خپل کردار ترسره کوي

نوموړي دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په ګړي خدابخش کې د بې نظیر بټو د نهم تلیم غونډې ته په وینا کې کړې دي.

د پپلز ګوند مشر بلاول بټوزرداري وويل چې حکومت د دوی څلورو غوښتنو ته په سنجيدګۍ سره پام نه دی کړی او که دغه غوښتنې ونه منل شوې نو دوي به د حکومت پرضد د احتجاج لار خپلوي

اصف علي زرداري د نوازشريف حکومت ته د مغلو بادشاهي وویله او زياته يې کړه چې تر اتلسم اييني بدلون وروستو نوازشريف هر څه هېر کړي.

د نوموړي په وینا ، په بلوچستان کې په سوونو اېکړه ځمکه د زرغنېدو قابله ده خو مرکزي حکومت ورته هېڅ پام نه کوي.

هغه د مسلم ليګ ن له خوا د موجوده صدر پر ټاکنه هم نيوکې وکړې او ويې ویيل چې هغه د صدر سياسي طاقت پارليمان ته ورکړی وو خو نن مرکزي حکومت يو غېرسياسي تن د پاکستان صدر جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې که د صدر څوکۍ غېرسياسي وي نو بيا دې دا څوکۍ بېخي ختمه کړی شي

اصف علي زرداري د پيپلزګوند له خوا مرکزي حکومت ته ورکړل شوې د څلورو غوښتنو په اړه وويل چې دا کوم غېر جمهوري عمل نه دی او نه موږ د جنګ خبره کوو بايد مرکزي حکومت د دوي جمهوري غوښتنې ومني

نوموړي زياته کړه چې هغه د پوځ خلاف نه دی خو د پوځي امر پرضد يې جنګ کړی او په جار يې د پوځي امرانو مخالفت کړی دی

د سپريم کورټ د کوټې کمېشن راپور په اړه بلاول وويل چې دغه راپور د دوي د دريځ پخلی کړی دی او د کورنيو چارو مرکزي وزير د استعفا ورکولو پرځای لهناقانونه ګرځول شوو تنظيومونو سره ليده کاته کوي او عدالت ته دړکې ورکوي.

بلاول وویل چې دوی به لږکيو ته د تحفظ ، مېرمنو، ځوانانو او وړو صوبو ته د هغوي د حقونو لپاره به جنګ کوي

نوموړي زياته کړه چې مرکزي حکومت که د وسله والو پرضد تګلاره (قامي اېکشن پلان) ردوي يا پاک چين اقتصادي راهداري لانجمنوي نو د دوي ګوند به کله هم چپ نه پاتې کېږي

د بلاول په غوښتنو کې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د لومړۍ ټول ګونديزې غونډې فیصلې عملي کول، مستقل خارجه وزير ټاکل، د پارليمان قامي سلامتيا کمېټي ټاکل او د پاکستان پيپلز ګوند پاناما قانون په قامي اسمبلۍ کې منظورول شامل دي.

XS
SM
MD
LG