د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د ابو رسونې او سړکونو څلور پروژې بشپړې شوې


د دوشنبې په د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۱۹میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت مشال راډیو ته وايي، چې د خېر کوټ ولسوالۍ په سیګانې سیمه کې د اوبو دوې ذخېرې او د پاکو اوبو پنځلس ژورې څاګانې جوړې شوې چې پنځه سوه کورنۍ به ورڅخه استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه، د محمدحسن کلي د سړک پروژه هم چې ۷ کیلومتره اوږدوالی لري، جغل اندازي شوی، خو په مسیر کې یو لوی پل او څوارلس واړه پلچکونه په اساسي ډول جوړ شوي، چې په بل پروګرام کې په اسانی پاخه شي.

محمدالیاس وحدت زیاته کړه، د دې سړک جوړول د خلکو په مهمو ضرورتونو کې وو:

((دا په خیر کوټ کې یو سړک وو، چې ۷ کیلومتره جغل اندازي شوی وو، چې ۱۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت شوی د اوبو په پروژ خواشا نهه میلیونه افغانۍ لګښت شوی وو، دا د پکتیکا په ولایت کې د بیارغونې لړۍ ده، چې د پکتیکا په مختلفو ولسوالیو کې روانه ده.))

په همدې حال کې د پکتیکا د کلیو او پراختیا رئیس نجیب الله جاهد وایي چې د یادو پروژو کارونه په اساسي ډول ترسره شوې او د خلکو اړتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي:

((په دې کې درې پروژې د اوبو رسونې په برخه کې وې او یوه پروژه د سړک پروژه وه، سړک د محمدحسن کلي سړک وو، چې اوه کیلومتره يې اودوالی لاره او په مسیر کې يې یو نسبتاً لوی پل او څوارلس پلچکونه وو، مصرف يې تقریباً ۱۲ میلیونه افغانۍ وې، ۶ میلیونه د اوبو په دوه شبکو مصرف راغلی او یو میلیون افغانۍ د څاه ګانو په پروژه لګښت شوی.))

د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي او وایي چې پخوا يې له ناپاکو اوبو استفاده کوله چې د بیلابیلو ناروغیو لامل کیدې، خو اوس يې دا اساسي ستونزه په بنیادي توګه حل شوه:

((نوم مې سلیمان دی د شرین کلا اوسیدونکی، پدې خوشاله یو چې موږ له اوبو سره ډېر په تکلیف وو، زموږ اوبه ډېرې خرابې وې، زموږ سره يې ډېر کمک کړیده، دې دولت دومره زموږ سره کمک کړی چې تر دې زیات يې د هېچا سره هم ندی کړی، ځکه چې موږ به د اوبو د لاسه هر وخت مریضان وو، مخکې اوبه ناپاکې وې، خو دا بیخي پاکې اوبه دي، د ځمکې پټې راوځي.))

د پکتیکا چارواکو د خیرکوټ ولسوالۍ له سیمه والو وغوښتل، چې د دې پروژو په ساتنه او څارنه کې برخه واخلي، تر څو تر ډېره وپایږي او خلک يې له دې برخې بیا له ژر له ستونځو سره مخامخ نشي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پاکستان کې د ګرونانک کلیزه ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG