د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی راپور: حکومت سولې لپاره د پګواش طرحه رد او طالبانو تاييد کړه


د پګواش په نامه ايټالوي ادارې ول حکومت پر ځای په حکومت کې يوه برخه غواړي. مشال ريډيو ته په ځانګړې توګه رسېدلې دې طرحه کې ۱۷ ټکي شامل دي. طالبانو دا طرحه ښه بللې خو افغان چارواکي وايي که وسله وال سوله غواړي نو حکومت سره دې مستقيم مذاکرات وکړي.

د افغان ولسمشر د سياسي چارو سلاکار، اکرم خپلواک نن مشال ريډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې دوی ته د پګواش په نامه ادارې له خوا هغه طرحه نه ده رسيدلې چې په دې وروستيوو کې يې د سولې ممکنه تړون لپاره وړاندې کړې. هغه زياته کړه چې دوی نېغ په نېغه طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو دي.

اکرم خپلواک ((د پګواش طرحه موږ ته نه ده رسېدلې. دا طرحه نه موږ سره پلان شوي او نه هم شريکه شوې ده. خو زه به دا درته ووايم چې اکثره غير دولتي ادارې خپل اهداف لري. موږ د افغانانو ترمنځ خبرو ته ډيره ترجيح ورکوو. د دې پر ځای چې نور راته طرحې ډيزان کړي او خپل اهداف پکې عملي کول وغواړي، موږ بايد خپله دا کار وکړو))

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

ايټالوي ادارې، پګواش چې په ۱۹۹۵ کال کې يې د سولې نوبيل جايزه هم ګټلې، له ډيرې مودې راهيسې د افغان حکومت چارواکو، طالبانو او مدني فعالانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې کوي. د دوی له خوا د سولې د ممکنه تړون لپاره وړاندې شوې طرحه ۱۷ ټکي لري. مهم يې داسې دي.

۱.د دې تړون امضا کيدو سره سمدستي اوربند کول

۲. د طالبانو د نفوذ سيمي هغوی ته تر هغې پورې پريښودل شي تر څو چې دوی په حکومت ورګډيږي.

۳. په اساسي قانون کې دې بدلونونه وشي.

۳. د بنديزونو له تور ليسته بايد د طالبانو نومونه ليري شي.

۴. د تړون د عملي کيدو دري کاله وروسته بايد بهرني ځواکونه ووځي.

۵. دواړه غاړې بايد د يو بل بنديان خوشي کړي.

۶. هيڅ يوه خوا بايد هيڅ يوې وسله والې ډلې ته ځای ورنه کړي.

۷. طالب وسله وال بايد بې وسلې او وسله وال يې په امنيتي ځواکونو کې شامل شي.

۸. د تړون تر عملي کولو يو کال وروسته بايد ټولټاکنې وشي.

۹. ملګري ملتونه يا د اسلامي هيوادونو سازمان بايد د ضامنانو کردار ولوبوي.

همداراز ويل شوي چې د سولې تړون په دې طرحه کې بدلون راتللی شي او ځيني شيان تري کمېدلی يا زياتيدلی شي.

حکومت په وړاندې جنګېدونکي هم په دې پوه دي چې د پرديوو ګټو لپاره د پرديوو په جنګ کې قرباني کيږي

د افغان طالبانو قطر دفتر يو لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې د پګواش لخوا وړاندې شوې د سولې دغه طرحه د دوی سره تر مشورتي ملاقاتونه وروسته جوړه شوې او ښه ده. د دې چارواکي په خبره که څه هم دا طرحه د دوی رسمي دريځ نه دی خو د خبرو لپاره يو بنياد کيدلی شي.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار اکرم خپلواک وايي که طالبان رښتيا هم سوله غواړي نو د پاکستان له اغېزه دې خان خلاص کړي. هغه وويل چې طالبانو سره نېغ په نېغه مذاکرات د ستونزې ښه حل دی.

د قطر دفتر چې طالبان يې رسمي کول غواړي
د قطر دفتر چې طالبان يې رسمي کول غواړي

نوموړی زياتوي: ((د حکومت په وړاندې جنګېدونکي هم په دې پوه دي چې د پرديوو ګټو لپاره د پرديوو په جنګ کې قرباني کيږي چې له وجې يې ټول افغان ولس حالت خراب کړی دی. طالبانو ته يو اخلاقي، افغاني او اسلامي جرات پکار دی چې خپل شرطونه راوړي او موږ سره يې د مذاکراتو پر مېز کيږدي. نېغ په نېغه دې راسره خبرې وکړي. موږ به دغسي يو ګام ته هرکلی ووايو او مخکې به پرې بحث وکړو.))

ياده دي وي چې افغان حکومت پر پاکستان تور پوري کوي چې افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ سره ترهګري جوړوي خو اسلام اباد دا تورونه ردوي او وايي دوی د سيمې امن ته ژمن دي.

په دې اړه تاسو دغه لاندینې لینک اورېدای شئ.

ځانګړی راپور: حکومت سولې لپاره د پګواش طرحه رد او طالبانو تاييد کړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG