د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالانو پکتیکا پوهنتون ته پنځه زره کتابونه راټول کړل


د پکتیکا ولایت یو شمېر مدني فعالانو د کتاب راټولوونې په اونیز کمپاین کې له ښاري کتابتونونو، علمي او کلتوري ټولنو، شوراګانو او انفرادي کسانونېږدې پنځه زره بېلابېل کتابونه راټول او د یکشنبې په ورځ يې د پکتیکا پوهنتون ته وسپارل.

د یاد کمپاین یو تن غړي برات خان څاروان مشال راډیو ته وویل، چې د سلګونو کسانو لخوا پوهنتون ته په وړیا ډول د کتابونو ورکولو وښوده، چې په خلکو کې هراړخیزه فکري بدلون رامنځته شوی دی.

ده زیاته کړه، که مدني فعالان او د ټولنې روښانه او منور قشر دغه ډول د هر مثبت کار لپاره اقدام وکړي، نو ولس به يې ملاتړ وکړي او تر وسه به ورسره مرستې و-نه سپموي.

برات خان څاروان د پکتیکا والي هم وستایه چې دوی یې دغه ارزښتمن کار ته وهڅول او ګام په ګام یې ورسره همکاري وکړه.

برات خان څاروان زیاته کړه:

((موږ پدې کمپاین کې تقریباً پنځه زره ټوکه کتابونه راټول کړي دي، چې پدې کې دوولس سوه ټوکه کتابونو خلکو همکاري کړې او موږ ته يې کتابونه راکړي ول، یولک ۲۵ زره افغانۍ چې موږ پیسې ټولې کړې وې، د دې مو دیارلس سوه جلده کتابونه راوړي دي، او د ضیاء الحق وزیر زوی په نوم یو پکتیکاوال ځوان راسره دونیم زره ټوکه کتابونو مرسته کړې ده.))

بل لورته د پکتیکا پوهنتون رییس پوهنیار دریاخان هڅاند له زده کوونکو، محصلینو او استادانو وغوښتل، چې د یادو کتابونو د مطالعې لپاره پوهنتون ته ورشي او د کتاب لوستلو په واسطه خپله ټولنیزه او مسلکي پوهه زیاته کړي:

((دا کتابونه به د محصلانو لپاره وي او محصلان به ترې استفاده کوي، په استادانو باندې غږ کوو چې د دې کتابونو څخه استفاده وکړي، خپلو محصلینو ته د زده کړو ابډیټ مواد چې په نړۍ کې ورڅخه استفاده کیږي، دوی ته دې تدریس کړي، د ښوونځیو پر زده کوونکو هم غږ کوو، چې مخکې لدې چې پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي، رادېشي او زموږ له کتابتون دې استفاده وکړي او مخکې له محصلتوب دې د پوهنتون له محیط او چاپیریال سره بلدتیا پیدا کړي.))

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي، دې ځوانانو ته د کتابونو د راټولو د کار په پیل کې ده وویل، چې دا کار ممکن ستړیا ولري، خو تاسو د کتابونو په بیه او کمیت حساب مه کوئ، بلکې د دې فکر په خورولو حساب وکړئ، ځکه زموږ لپاره د علم او پوهې د فکر خورول مهم دي.

پکتیکا والي زیاته کړه، دې ځوانانو پدې نووښت او اقدام سره زرګونو خلکو ته دا احساس ورکړ، چې پوهنتون، ښوونځی او ټولنه مو شریک دي او خدمت يې هم باید په ګډه وکړو:

((موږ لدې ځوانانو پدې نه یو خوشاله چې دوی پنځه زره ټوکه کتابونه د پکتیکا پوهنتون راوړي دي، موږ دې ته خوشاله یو چې دوی زرګونو خلکو ته فکر ورکړ، دوی زرګونو انسانانو ته هېوادپالنه وښوده، دوی خلکو ته وویل چې موږ تاسو شریک پوهنتون لرو، شریک ښوونځی لرو، شریک مسوولیت لرو او دا شریک مسوولیت باید اداء کړو.))

د کتاب راټولولو کمپاین غړي وايي، چې دا ځل به د کتاب لوستلو او مطالعې یو پراخ کمپاین په لار واچوي او پدې برخه کې به د ذهني مسابقو او نورو پروګرامونو له لارې هغه کسان تقدیر کړي، چې علمي، مسلکي او ټولنیزه پوهه يې تر نورو زیاته وي.

XS
SM
MD
LG