د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: هندوانو ته د مذهبي رسوماتو لپاره ځمکه ورکړل شوې


اسلام اباد - د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې مېشت د هندوانو مذهبي رسوماتو لپاره د اسلام اباد انتظامیې په اېچ نهم سېکټر کې د څلور کنالو زمکه مختص کړې ده.

په دې څلور کناله زمکې په لسو مرلو کې به شمشان ګاټ جوړیږي.

په اسلام اباد کې د هندوانو شاه خوا یو سل او اته پنځوست کورنې ژوند کوي چې پکې د زیاترو تعلق سیند صوبې سره دې.

مشال راډیو سره په خبرو کې د اسلام اباد ډپټي مېیر ذیشان نقوي ووېل د ډېر وخت راهیسی په اسلام اباد کې ژوند کونکې هندوانو د دې د مړو اخرني رسوماتو لپاره یو شمشان ګاټ ، یو مرکزي سېنټر او د عبادت لپاره یو مندر غوښتنه کوله.

ده ووېل چې په دې څلور کناله ځایې کې به د هندوانو په مشاروت کار شروع کیږي او دا به هغې د خوښې مطابق جوړول کیږي.

"د دوي دا غوښتنه وه چې موږ ته دې څلور کناله ځایې په اسلام اباد کې د مذهبي رسوماتو لپاره ورکړې شي. د دې یو مندر په سید پور ویلج کې هم شته او موږ دوي ته ویلي دي چې تاسو دلته هم خپل مذهبی رسومات په ازادانه توګه کولې شي. دا څلور کنال ځایې به د دې په مشاروت جوړیږي او چې څنګه دوی ته پکار دې موږ به ورته هم هغسي جوړوو.''

شاه خوا پنځه کاله ورستیو په اسلام اباد کې د یو هندو تن د مرګ نه پس دا غوښتنه زیاته شوې وه چې دوي له دې خپل یو شمشان ګاټ مختص کړې شي.

دغه تن اخرني رسومات په اسلام اباد کې د بود مذهب په شمشان ګاټ کې ترسره شوې وو.

په اسلام اباد کې د هندوانو د پنچایت جنرل سېکرټري اشوک چند مشال راډیو ته ووېل چې د پاکستان د حکومت په دې اقدام خوشاله دې ځکه چې د ډطر وخت نه دوي غوښته چې د نورو مذهبونو غوندې د دوي هم خپل ځایونه وي.

ده ووېل چې له دې وړاندې به دوی د خپلو مړو اخرني رسوماتو لپاره د راولپنډې او د اټک شمشان ګاټ استعمالول.

"د ډېرو غونډو نه پس د پاکستان حکومت او د اسلام اباد انتظامیې دا فېصله وکړه چې موږ تاسو لپاره زمکه مختص کړه. خو د حکومت نه زموږ دا اپیل دې چې د څلور کنالو زمکې باندې تعمیرات کولو لپاره موږ دومره استطاعت نه لرو چې موږ به یې جوړ کړو نو دا درخاست کوو چې حکومت موږ لپاره یو کمیونټي سېنټر او مذهبي ځایونه جوړ کړي."

ده ووېل که حکومت زر تر ره دا کار پېل کړي نو دا به یو ښه اقدام وي ولې چې ماشومان یې خپل مذهبي ځایونو لپاره خفه کیږي او دا سوال کوي چې ولې موږ لپاره مختص ځایې په اسلام اباد کې نشته.

XS
SM
MD
LG