د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بيجنګ کې پر اقتصادي راهدارۍ شپږمه غونډه کېږي


د چين - پاکستان ګډ شمبالښت کېمټۍ (جواينټ کوارډينېشن کمېټۍ) غونډه به د راتلونکې زيارت پر ورځ د چين په بیجنګ ښار کې کېږي چې د پاکستان څلور واړو صوبو اعلا وزيران به د وفاقي حکومت په بلنه پکې ګډون کوي.

د منصوبه بندۍ او پرمختیا وزارت په خپل یو بيان کې ویلي دي چې د جي سي سي کمېټۍ په غونډه کې به د چين -پاکستان اقتصادي راهدارۍ ترلاندې د روانو منصوبو جاج اخېستل کېږي او پر راتلونکیو پروژو به خبرې او هوکړې کېږي.

په بيان کې ويل شوي دي چې د جي سي سي غونډې په باب د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وینا وه چې اقتصادي راهدارۍ د نړۍ او سيمې لپاره تر ټولو لويه پروژه جوړه شوې ده او په تېرو دوو کلونو کې پرې ډېر په تېزۍ سره عملداري روانه ده.

نوموړي وايي چې له صوبايي حکومتونو سره تر مشاورت وروستو په ټولو صوبو کې به صنعتي زونونه جوړېږي او په ړومبۍ مرحله کې به د اتو (۸) صنعتي زونونو لپاره مذاکرات کېږي. د دې تر څنګه له برهانه تر ډېره اسماعيل خان پورې سړک به تر ۲۰۱۸ م کال پورې سر ته رسېږي او له ډېره اسماعيل خانه تر ژوبه سړک دوه رويه کولو منظوري هم ورکړل شوې ده.

د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي شوکت يوسفزي مشال رېډيو ته وويل چې وزيراعلې پروېز خټک به په غونډه کې نه صرف د غربي سړک بلکې د ټرېن، توانايي منصوبو، ايل اېن جي او نورو پروژو غوښتنه کوي.

د نوموړي وینا وه چې وزير اعلا به په غونډه کې د لاهور اورنج ټرېن منصوبې پشان یوه منصوبه د خېبرپښتونخوا پنځو ضلعو پېښور، نوښار، صوابۍ، مردان او چارسدې لپاره هم وغواړي چې د يادو سيمو اوسېدونکیو ته په تګ راتګ کې اسانتياوې ورکړل شي.

د ذکر ده چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر په نومبر کې په چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې دغې صوبې ته د ونډې نه ورکولو په معامله پېښور های کورټ ته د وفاقي حکومت پرضد درخواست وړی وو چې پکې یې له مرکزي حکومته په سي پېک کې د غربي لار په اړه د جزیاتو په ډاګه کولو غوښتنه کړې وه.

د چين - پاکستان افتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو حقونو لپاره غږ اوچتوونکی ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې دا غونډه ډېره مهمه ده او خیبر پښتونخوا حکومت ته پکار ده چې پوره پوره تياري دې ورته وکړي.

د نوموړي وینا وه چې د صوبايي حکومت مشرتابه دې په غونډه کې د رېل منصوبو، موټروې، اوبو او بجلۍ پروژو او صنعتي زونونو او تجارتي مرکزونو غوښتنه وکړي او که غوښتنې يې ونه منل شوې نو سخت غبرګون دې وښيي نو امکان شته چې د چين او پاکستان حکومتونه يې غوښتنې ومني.

د يادونې ده چې پښتانه او بلوڅ سياستوال تور لګوي چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی له سيمو تېرېدونکې لارې، صنعتي زونونه او نورې پرمختيايي پروژې پنجاب ته اړولې دي خو د مسلم لېګ (ن) حکومت دا نه مني او وايي چې په دې منصوبه کې د ټولو صوبو حقونه خوندي دي.

دا دې هم ياده وي چې د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام اباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاسليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامله وه.

XS
SM
MD
LG