د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې وتلی شاعر او ادیب ډاکټر عبدالخالق زیار ومړ


شاعرانو ادیبانو او لیکوالانو د ډاکټر خالق زیار مړینه د پښتو ژبې او پښتانه ولس لپاره یو ملي زیان وباله.

نامتو شاعر ادیب او ژباړونکی ډاکټر عبدالخالق زیار په ۱۹۵۶ م کال د درګۍ په سېد دره جېوړ کې د سعد ملک خان کره زیږېدلی وو او له رسمي زده کړو وروستو يې له کابله د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړو او د درګۍ په سرکاري روغتون کې به يې خپله دنده ترسره کوله.

ډاکټر عبدالخالق زیار دا خاوره دا خلک، د پښتو بغاوتونه او مات څانګونه نومې کتابونه له نورو ژبیو ژباړلي ول او تلوسې نومې د شاعرۍ کتاب يې چاپ دی او خپل رباب خپله نغمه نومې کتاب يې کمپوز شوی دی او چاپ ته تیار وو.

د ډاکټر خالق زیار ملګري او د پښتو نامتو شاعر رحمت شاه سایل مشال راډیو ته وویل چې نوموړی د پښتنو یو لوی مبارز وو او د قامي وحدت لپاره به يې په تقریرونو او د شعر او نثر په ژبه هم پوهه خوروله.

د ده په وینا د خالق زیار مرګ د پښتون قام او پښتو لپاره لوی زیان دی.

سایل وايي هغه یو ډېر لوی سړی وو ډېر لوی کار يې کړی دی. ډېر خدمت يې کړی دی او کتابوته يې ژباړلي دي، شاعري يې کړې ده او ډېر عالم فاضل سړی وو. ټولنیز سړی وو.

''زه فکر کوم چې د پښتو ژبې او د دې قام لپاره د نوموړي تګ ډېر لوی زیان دی. د هغه په ذهن کې ډېرې خبرې وې او ډېرې منصوبې يې وې چې زه به دا کوم دا کوم د لیک په حواله ډېره لارښودنه يې هم د خلکو کړې ده. ډېره خواري يې هم له خلکو سره اېستلې ده. ډېر خلک يې پيدا کړي وو، متوجه کړي يې وو. وطن ته قام ته، ژوند او خاورې ته یې ډېر لوی کار کړی دی.''

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر او شاعر ادیب اباسین یوسفزی وايي، ډاکټر خالق زیار له خپل ولسي مرامه ‌ډېر ښه خبر وو او د خپل قامي سیاست په اړه يې هم ډېر ګټور لیکونه او ډېرې ګټورې ویناګانې کړي دي. د هغه مړینه یو لوی زیان دی. د هغه په رنګ لیکوال او د هغه په رنګ انسان موندل به وخت اخلي. ځانګړې حادثې او وختونه داسې خلک زېږوي. هغه په بشپړه توګه خپل قامي لور ته ګامونه اخېستل چې څرک یې د هغه په شعرونو او تقریرونو کې لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG