د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پنځه لاکه ښځې د ووټونو فهرست کې شاملې نه دي


په پاکستان کې د ټولټاکنو اوووټونو پر ارزښت یوه غېر سرکاري اداره فافېن وایي، په بلوچستان کې هره څلورمه بالغه ښځه د رای ورکولو اهلیت لري خو په نوملړ کې شاملې نه دي.

د فافېن په وینا چې د بلوچستان په شاته پاتې سیمو کې د ښځو لپاره خپل قامي شناختي کارډ د ووټونو په نوملړ کې راجسترول یوه سنګینه مسله ده چې په خبره یې دا مهال څه باندې پنځه لاکه ښځې ترې محرومه دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د فافېن مطبوعاتو څانګې یوه چارواکي سید افضل احد وویل چې اداره یې په خصوصي توګه د ښځو ووټرانو شمېر زیاتولو په اړه کار کوي اوهم دغه وجه ده چې په دې لړ کې د بلوچستان الېکشن کمیشن، د قامي شناختي کارډ ادارې چارواکیو او سیاستوالو سره یې غونډې هم کړې دې.

"موږ د دې لپاره زیار باسو چې د ښځو، نرښځیانو او معذوره خلکو شناختي کارډونه د ووټونو فهرست کې شامل کړو چې دغه ډول هغوی د ووټ یا رای اچولو جوګه شي."

په بلوچستان کې د فافېن مرستندویې ادارې د امن او پرمختیا مشر نصرا خان وایي د ښځو شناختي کارډ نه لرلو یوه وجه دا هم ده چې په بلوچستان کې د افغان کډوالو له وجې د شناختي کارډ جاري کولو قامي ادارې [نادارا] د پښتون میشته سیمو لپاره سخت شرطونه ایښي دي.

ده وویل چې بل خوا که وکتل شي نو د لیرې پرتو سیمو خلک د شناختي کارډ له اهمیت هم خبر نه دي.

"زموږ اداره په کلیوالو سیمو کې د ووټ او د شناختي کارډ د اهمیت په اړه له خلکو سره غونډې کوي او بل دا چې په کومو سیمو کې تر سلو شا خوا ښځې شناختي کارډ نه لري نو موږ بیا د قامي شناختي کارډ ادارې ته درخواست کوو چې هلته خپل موبایل دفترونه ولېږي او شناختي کارډونه جوړ کړي."

د ښځو ووټونو په نوملړ کې د رجسټرېشن او د قامي شناختي کارډ مسلې په اړه مو چې کله د بلوچستان د الېکشن کمیشن مشر سید سلطان بایزید سره رابطه وکړه وه نو د هغه وینا چې ښځې د ووټرانو په نوملړ کې شاملولو په اړه به راروان کار کمپاین پیلوي.

ده وویل چې له قامي شناختي کارډ ادارې سره یې په دې لړ کې خبرې هم شوې دي.

''د پاکستان قامي شناختي کارډ ادارې نادرا مطابق دا وخت له موږ سره د ووټرانو په نوملړ کې پنځه لاکه ښځې کمې دي. په۲۰۱۷ کال کې به موږ کوشش کوو چې یو کمپاین بیا شوع کړو. اوس په دې تېر سېپټمبر، اکتوبر او په نومبر میاشت کې موږ شاو خوا اووه دېرش لاکه ووټران رجسټرډ کړي دي، په دې کې د ښځو شمېر شاوخوا یو لاک اوه څلوېښت زره دی.''

XS
SM
MD
LG