د لاسرسي ځای

تازه خبر

" زرداري له کومې جوړ جاړۍ پرته هېواد ته ستون شوی"


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د داخله چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي دي چې د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د څه قسمه مفاهمت يا معاملې په نتيجه کې ملک ته نه دی تللی او نه ورته د حکومت لخوا څه ضمانت ورکړل شوی دی.

د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې چودري نثار علي خان وويل چې اصف علي زرداري ته پاکستان ته د ستنېدو لپاره د څه قسمه معاملې کولو ضرورت نشته ځکه چې نه خو يې نوم په ممنوع الخروج لیسټ کې شامل دی او نه هم پرې څه قسمه بنديز شته.

د ذکر ده چې د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د تېر کال په جون مياشت کې په اسلام آباد کې د پيپلز ګوند ېوې غونډې ته ويلي وو که د دوی د ګوند پر مشرانو پر شخصیت تعرض ونه درول شو، نو دوی به د پوځي جنرالانو هغه څه ولس ته ښکاره کړي چې تر اوسه پرې څوک خبرې نه کوي.

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري

له دې بيان ورسته اصف علي زرداري له پاکستانه بهر لاړ او اتلس مياشتې ورسته د جمعې پر ورځ هېواد ته راستون شو خو د رپورټونو تر مخه د جمعې پر ورځ د رينجرز ځواکونو له خوا د زرداري تر راتګ مخکې د هغه د يو نزدې ملګري په کاروبار چاپې وهل شوي دي.

په لاهور کې د سياسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي چې داسې څه ثبوتونه نشته چې ترې څرګنده شي چې اصف زرداري پاکستان ته د ستنېدو لپاره د حکومت يا پوځ سره جوړ جاړی کړی دی.

پروفېسر حسن عسکري وايي، زرداري چې تېر کال د پوځ پرضد کوم سخت بيان ورکړی و نو دی ګڼي چې هغه وخت هم څه مسئله نه وه او هغه پخپله خوښه د ملک نه بهر تللی و خو اوس چې د پوځ مشر بدل شوی نو ده د ځان لپاره مناسبه ګڼلې چې هیواد ته دې ستون شي.

پروفېسر حسن عسکري زياته کړه چې پاکستان مسلم ليګ ن د زرداري صېب د راتګ مخالفت ځکه هم نه کوي چې په ۲۰۱۴ کې چې کله تحريک انصاف د مسلم ليګ ن حکومت لپاره مشکلات راپيدا کړل نو پيپلز ګوند د نواز شريف سره ولاړ و، دا صحيح ده چې بلاول په روان کال کې د حکومت پرضد سخت تقريرونه وکړل خو مسلم ليګ ن ګڼي چې زرداري صېب له وجې دواړو ګوندونو ترمېنځه حالات بيا ښه کيدای شي.

د يادونې وړ ده چې د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ويلي دي که وفاقي حکومت يې ۲۷ دسمبر پورې څلور غوښتنې چې پکې قامي سلامتۍ اړونده پارلماني کمېټي جوړول، پانامه اسنادو رڼې پلټنې کول، چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په هکله ټول ګونديزه غونډه رابلل او خارجه وزير ټاکنه شامل دي ونه منل شوي نو تحريک به پيلوي.

XS
SM
MD
LG