د لاسرسي ځای

پښتانه لا هم اقتصادي راهدارۍ پروژه کې خپل حق غواړي


پښتنو دې پروژه کې د خپل حق لپاره له ډير وخت راهيسې مظاهرې هم کړې

که څه هم وفاقي حکومت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره د ځینو نورو منصوبو پيلولو منظوري ورکړې خو د خېبرپښتونخوا وزیراعلي پرویز خټک یو ځل بیا غوښته کړې چې پر دې مسله دې ټول ګوندیزه غونډه راوبلل شي.

اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د پرمختګ او منصوبه بندۍ وزارت لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال ويلي چې د ۱۰۸ اربه روپو په لګښت د سړکونو جوړولو د بیلا بیلو منصوبو منظوري ورکړل شوي ده.

خو دې منصوبه کې د پښتنو لپاره د خپل حق غوښتنې مخکښ ډاکټر سيد عالم مسود مشال را‌ډیو سره خبرو کې وويل حکومت چې هر نوی شی راوړي خو د پښتنو او بلوجو له سيمو تيريدونکي مغربي لارې جوړولو په اړه دې خپل دريځ واضحه کړي.

مرکزي حکومت موږ ته دوکې راکوي. دروغ راته وايي

نوموړي زياته کړه: ((دا یوازي لوظونه دي او چې کله خبره حقیقت ته لاړ شي نو هيڅ نه وي. دا خبرې خو موږ هره ورځ اورو او ګورو خو کیسه داده چې د یارک نه مغل کوټ پورې او د مالوکوټ نه تر ژوبه پورې چې کوم سړک دی دا د سي پیک په پېسو نه جوړېږي دا د ایشيا ترقیاتي بانک پېسې دي. دا موټر وی نه ده. له ډېره اسماعیل خان څخه مغل کوټ پورې یوازي دغه ساده سړک په یو ارب روپۍ بیا رغوي.))

ويډيو: خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د اقتصادي راهدارۍ موضوع عدالت ته یوړه

مسود زياته کړه: (( احسن اقبال دروغ وايي. دوی چې د خنجراب پورې کوم سړی یادوي. دغه کې خو د سره مغرب مشرق نشته دوی موږ هسې دوکه کوي خو زموږ هلې ځلې به روانې وي))

بل پلو د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی پرویزخټک پرون د جمعې په ورځ یو وارې بیا په دې منصوبه کې د مغربي لار په حواله غوښتنه کړې چې وزیر اعظم نوازشریف دې پر دې مسله د ټولو سياستوالو او خلکو اندېښنې ليري کولو لپاره ټول ګونديزه غونډه راوبلي.

یاده دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت د پښتنو سياستوال دا خبره نه مني چې دې منصوبه کې د پښتنو او بلوچو حق پنجاب ته ورکړل شوی. مرکزي حکومت وايي د صوبو حق به نه خوري.

ويډيو: وفاقي حکومت دې پر مغربي لار خپل ځان سپین کړي

XS
SM
MD
LG