د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د زرداري ستنيدل او پر سياست يې اغېز


آصف علي زرداري
آصف علي زرداري

د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري اتلس مياشتې له ملکه بهر پاتې کېدو ورستو د جمعې پر ورځ هېواد ته راستون شو. تېره ورځ په کراچۍ کې د خپل ګوند غړو ته په وينا کې نوموړي وويل چې پيپلز ګوند به جمهوريت ته وده ورکوي

زرداري زياته کړه چې په تېرو وختونو کې طاقت لرونکو خلکو د ياد ګوند مخالفت کړی و او د خپلې خوښې حلقې يې جوړې کړې وي خو دوی د دې باوجود هم د خلکو په رايو حکومت ته راغلل او خپله موده يې پوره کړه.

آصف علي زرداري د تېر کال په جون مياشت کې په اسلام آباد کې د پيپلز ګوند ېوې غونډې ته ويلي وو که د دوی کردار کشي ونه درول شوه نو دوی به د پوځي جنرالانو هغه څه ولس ته ښکاره کړي چې تر اوسه پورې څوک خبرې نه کوي.

تر دې خبرو وروسته، آصف علي زرداري له پاکستانه بهر لاړ. ډير څيړونکي پوښتنه کوي چې آيا د پوځي اسټبلشمنټ سره د ښاغلي زرداري اړيکې سمې شوي که څنګه؟

دا په داسې حال کې ده چې د رپورټونو تر مخه پرون د رينجرز ځواکونو له خوا د زرداري تر راتګ مخکې د هغه د يو نيزدي ملګري په کاروبار چاپې وهل شوي دي.

اصف علي زرداري يو نيم کال وروسته هېواد ته ستون شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

​اسلام آباد کې د سياسي چارو کارپوه سليم احمد وايي د دې چاپو داسې ښکاري چې د هغه او امنیتي ځواکونو تر منځ ترينګلتيا لا هم پاتې ده.

خو په کراچۍ کې خبريال او پر سياسي چارو نظر لرونکی اجمل خټک کشر وايي چې پيپلز ګوند په سند صوبه کې له وړاندې څخه مضبوط دی او کوښښ يې دا دی چې په راتلونکې کې هم دا شان وي خو ترڅو چې د پنجاب خبره ده نو هغلته يې پوزيشن دومره مضبوط نه دی. د هغه په خبره د زرداري تر راتګ وروسته به پيپلز ګوند پنجاب کې خپلې هلې ځلې ډېرې کړي.

د يادونې ده چې د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ويلي دي که وفاقي حکومت يې ۲۷ دسمبر پورې څلور غوښتنې چې پکې قامي سلامتۍ اړونده پارلماني کمېټي جوړول، پانامه اسنادو رڼې پلټنې کول، چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په هکله ټول ګونديزه غونډه رابلل او خارجه وزير ټاکنه شامل دي. د هغه په وينا که يې دا غوښتنې ونه منل شوي نو تحريک به پيلوي.

XS
SM
MD
LG