د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف علي زرداري يو نيم کال وروسته هېواد ته ستون شو


د پاکستان پخوانی صدر او د پيپلزګوند مشر اصف علي زرداري د شاوخوا يو نيم کال بهر اوسېدو وروستو د جمعې په ورځ له دوبۍ و کراچۍ ته ورسېدلو او د نړيوال هوايي ډګر پر زاړه ټرمينل یې ګوندي غړیو هرکلی وکړو

نوموړي په هغه ټرک کې هرکلي ته ورغلیو کارکنانو ته وینا وکړه چې په ۲۰۰۷م د پيپلزګوند وژل شوې مشرې بينظير بوټو پکې وطن ته د ستنېدو وروستو وینا کړې وه.

زرداري په خپله وینا کې جمهوريت غوره انتقام وبللو او ويې ویل چې کله هم هغه له هېواده بهر ځي نو مخالف ګوندونه ورپسې خبرې کوي چې له وطنه وتښتېدلی خو بايد دوی دا خبره ياده وساتي چې د کورنۍ غړي يې هم دلته ښخ دي.

د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه اصف علي زرداري وویل چې د چين ضرورت دی خو فايده يې د پاکستان ټولو سيمو ته هم ده.

د پاکستان پخواني صدر زياته کړه چې هغوی به کله هم د جمهوريت پرضد ګام و نه زغمي ځکه چې هم دا د دې هېواد د بريالیتوب يواځينۍ لار ده.

اصف علي زرداري دا هم وویل چې دی به د بينظير بوټو د تلين (۲۷م دیسېمبر) په ورځ خپلو کارکنانو ته په خپله کې یو زېری ورکوي.

اصف علي زرداري د ۲۰۱۵م د جون پر ۲۵م په داسې وخت کې له هېواده بهر تللی وو چې د جون پر ۱۷م يې په اسلام اباد کې د ګوند په يوه دستوره کې پر بېلا بېلو ادارو ټکونه کړي وو

XS
SM
MD
LG