د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي کې ۷۲۸ پاکستانیان بندیان دي


د پاکستان خارجه دفتر وایي د سعودي عرب په غربي برخه کې اووه سوه اتویشت پاکستانیان بندیان دي.

بلخوا د وزیراعظم د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز د چارشنبې په ورځ سېنټ ته ویلي وو چې د سعودي عرب په بېلا بېلو ښارونو کې درې سوه څلور شپيته پاکستانیان بندیان دي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا د یو سوال په جواب کې وېنا وه چې په دې کې زیاتره کېسونه یو کمپنې سره کار پرېښولو او بیا بلې سره شروع کول دي کوم چې د سعودي عرب د قانون خلاف ګام دي.

ده ووېل چې د سعودي غربي برخه د جده ښار ترلاندې راځي او په جده کې د پاکستان قونصل خانه د دې بنديوانو نه صرف قانوني مرستې کوي بلکې ورته یې د ژباړونکو سهولت هم ورکړې دې.

نفیس زکریا خپلو خبرو کې دا هم ووېل چې په سعودي عرب کې څه قسمه د د ازاد ويزو درجه بندي نشته.

،، د پاکستان لخوا هره میاشت په بهر ملکونو کې مېشت اوسطاً يو نیم سل نه تر یو سل پنځه اویه کېسونو مسلې هواریږي. په قونصل خانه کې د قانوني چارو کارپوهانو لخوا په جېلونو کې قېد پاکستانیانو ته قانوني مرستې ورکړې کیږي. زموږ افسران او چارواکي په باقاعده توګه د مختلفو جېلونو دورې کوي او دا ځکه چې دوي ملک ته واپس لیږلو لپاره ورسره زیات نه زیات کمک اوکړې شي. هاغه پاکستاني بندیوانو ته په هنګامي بنیادونو پاسپورټونه ورکړې شوې دي چا سره چې سم اسناد نه وو نو موږ غوښته چې دوي پاکستان ته د واپس تګ جوګه شي،،

دې لړ کې د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز هم ولې ووچې د دې کسانو سره د مرستو لپاره د پاکستان سفارت هلې ځلې کوي.

ده سرتاج عزیز په وېنا چې د سعودي عرب شاهي عدالت ته یې د دې کسانو د خپلو خپلوانو لخوا د بخښنې درخاستونه هم وړاندې کړې شوې دي.

د بهر ملکونو په جېلونو کې قېد پاکستانیانو لپاره قانوني هلې ځلې کونکې اداره انصار برنی ټرسټ وایې چې په د ې ورستیو کې یې د ددرې زرو نه زیات کسان د سعودي عرب نه راوستې وو.

د یادرې ادارې مشر انصار برنی مشال راډیو ته ووېل چې په سعودي عرب کط دوه قسمه جېلونو کې پاکستانیان قېد دي. یو په سرکاري او بل په شخصي جېلونو کې.

ده ووېل چې زیاتره خلک جبري مشقت کې قېد دي چې شمېر یې په زرګونو دې.

،، ما وزیراعظم ، ولسمشر ، داخله وزارت او خارجه وزارت نه مې اپیل کړې دې چې یو کمیټي دې جوړه کړې شي. زه انصار برني خپله هغې کې شاملیدو له تیار یم او سعودي عرب ته تګ لپاره تیار یم چې موږ هلته نه د اصل مجرمانو تفصیلونه راواړو او دلته ورله دعبرت ډکه سزا ورکړو،،

انصار برني وایې دا شان سعودي عرب ته هم ویل پکار دي چې سعودي عرب کې کوم خلک دي تاسو هغې ولې نه نیسې؟ پاکستانیان تاسو یتیم او یسیر جوړ کړې.

انصار برني ټرسټ په وېنا چې د ټولو زیات پاکستاني بندیوان په عرب ملکونو کې دي.

یاده اداره دا هم وایې چې د نارینو په نسبت د ښځو او ماشومانو شمېر زیات دې او د دوي زیات شمېر د سمګلنګ په کېسونو کې نېول شوې دي.

سعودي عرب ته زیاتره خلک د عمرو په ویزو لیږل کیږي.

XS
SM
MD
LG