د لاسرسي ځای

د پاکستان کورنیو چارو وزير چودري نثار علي خان وویلي دي چې د اېبټ آباد کمېشن راپور مخې ته راوړلو په حق کې دی او د وفاقي کابېنې په غونډه کې به دا غوښتنه هم کوي.

د نهې په ورځ په اسلام آباد کې د بریالیو پوليسو لپاره جوړې شوې یوې دستورې ته په خپله وینا کې چودري نثار علي خان وويل چې د اېبټ آباد پيښه د پاکستان پر خود مختارۍ حمله وه او د پېښې ورستو د هغه وخت حکمرانانو هېڅ نه کول غوښتل خو د اپوزيشن ګوندونو په فشار يې نه صرف د پارلېمان ګډه غونډه راوبلله بلکې پيپلز ګوند کمېشن هم جوړ کړو.

د نوموړي وینا وه چې هغه یوڅه وړه پېښه نه وه په سلګونو کلوميتره لیرې نه د امريکا هېليکاپټرې راغلې نه یوازې زموږ د خودمختارۍ سرغړونه يې وکړه بلکې يو تن يې دلته ووژلو او د هغې مړې يې له ځانه سره یووړ.

چودري نثار علي خان زياته کړه چې زموږ د بيا بيا غوښتنو باوجود تېر حکومت د ياد کمېشن راپور مخې ته رانه وړو نو زه به د وفاقي کابینې په غونډه کې دا غوښتنه ضرور کومه چې راپور دې په ډاګه کړل شي خو ظاهره ده چې فیصله به يې وزيراعظم کوي.

د ذکر ده چې د ګل پرورځ د اېبټ آباد کمېشن مشر جسټس ریټايرډ جاوېد اقبال د دغه تحقيقاتي راپور مخې ته د راوړلو او د هغې په سپارښتنو د لاسپورېکولو (عملدارۍ) غوښتنه کړې وه.

د دفاعي چارو کارپوه ریټايرډ بریګېډيېر محمود شاه وايي، حکمرانانو ته پکار ده د کمېشنونو راپورونه په ډاګه کړي چې د دغه ډول ذمه وار کسان په ګوته کړل شي.

د يادونې ده چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن په امريکا کې په ۲۰۰۱ کال کې د شویو حملو ذمه واره ګرځول شوی وو او د۲۰۱۱ م کال په دیوم مې امريکا د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد ښار کې په ېوه پوځي کارروائۍ کې د اسامه بن لادن د وژلو دعوه کړې وه.

XS
SM
MD
LG