د لاسرسي ځای

په پاکستان کې کريم ټېکسي کمپنۍ د ښځو خودمختاره کولو په موخه په ټول هېواد کې اووه ښځينه ډرایورانې اخیستې دي.

دې ښځینه ډرایورانو ته د نارینو ډرایورانو په ډول کېپټن ویل کېږي. کریم کمپنۍ چې په دوبۍ، سعودي عرب او ترکیه کې ټېکسي سروس لري، شاوخوا یو کال وړاندې یې په پاکستان کې هم خپل خدمات پیل کړي دي.

د ټېکسي دا سروس د موبایل فون او اېپ له لارې استعمالېږي او شاوخوا هره ډرایوره یې خپل موټر لري. یوه سورلۍ د موبایل له لارې ځان ته ټېکسي راغوښتلی شي.

په اسلام اباد کې له کریم کمپنۍ سره کارکوونکې ښځينه ډرایوره یاسمین پروین وایي چې ښځینه ډرایورانو ته د روزنو ورکولو وروسته یې ټېکسي چلولو پیل کړې دي.

په اسلام اباد کې د کریم مشر عمر ضابط وایي چې کمپنۍ یې دا قدم ځکه پورته کړ چې د نارینو په ډول ښځو ته مواقعې ورکړل شي او هغوی خودمختاره شي.

د ده په وینا نورې ښځې هم له دې روزګاره ګټه ترلاسه کولی شي.

نوموړی وايي،په پیل کې ډېرې ښځې راغلې وې چې د هغوی موټر د ټېکسي لپاره استعمال شي. هغه وخت زموږ داسې څه پالیسي نه وه چې موږ به ښځينه ډرایورانې ساتو او که نه خو چې کله موږ ته دا محسوسه شو چې موږ هر کار وکړو نو موږ دا قدم هم پورته کړ.”

د نوموړي په وینا، د ډرایورانو د امنیت خیال دوی د بایومټریک له لارې او د موبایل اېپ ، ټیليفون نمبر د شناختي کارډ او درک مالومات له ترلاسه کوي.​

XS
SM
MD
LG