د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سي پېک پر اقتصادي زونونو دې له صوبو سره مشوره وشي'


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پرمختیا او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال ته هدایت کړی چې په څلور واړو صوبو کې د صنعتي زونونو ټاکلو لپاره دې د صوبو اعلا وزیرانو سره مشاورت وکړي.

د ګل په ورځ وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ په باب یوه غونډه کې د توانایي، ټرانسپورټ، بنیادي ډانچې، او د صنعتي ترقۍ د بېلابېلو پروژو جاج واخیستل شو.

له وزیراعظم هاوسه جاري شوې خبرپاڼې له مخې وزیراعظم دا هم وویل چې دا صنعتي علاقې دې په داسې ځایونو کې جوړې کړل شي چې پاکستان او چین دواړه ترې اقتصادي ګټه پورته کړي.

په دې لړ کې وزیراعظم نواز شریف د یوې کمېټۍ جوړولو هدایت هم وکړو او ویې ویل چې دا کمېټۍ دې د چین حکومت ته د دغه صنعتي زونونواقتصادي ګټو په اړه تجویزونه او مشورې ورکړي.

له وزیراعظم هاوسه جاري شوې خبرپاڼې له مخې اعلی چارواکیو وزیراعظم نواز شریف ته وویل شو چې په لویو سړکونو، رېل پټرۍ، هوا بازۍ او د اعداد و شمار پشمول د بنیادي ډانچې په منصوبو کار په تندۍ سره روان دی.

خو د خېبر پښتونخوا د واکمند ګوند تحریک انصاف د اطلاعاتو سېکرېټري او د صوبایي اسمبلۍ غړی شوکت یوسفزی وایي چې حکومت په مشرقي روټ یا لار کار پېل کړې نه چي په مغربي روټ.

د ده په وینا چې د دوی د حکومت لخوا ورته شپږ صنعتي زونونه تجویز شوي ول خو وفاقي حکومت په دې لړ کې هېڅ عملي ګامونه پورته نه کړل.

شوکت یوسفزی دا هم وایي چې له حکومته یې غوښتنه کړې وه کهمغربي لار د سي پېک برخه وي نو موږ ته دې هغه اسناد وښودل شيچې دوی له چین سره لاسلیک کړي دي خو دوی تر اوسه موږ ته هغه اسناد رانه کړل. دا شان په سېنېټ کې د سي پېک په اړه جوړې شوې کمېټۍ ته هم دا اسناد د غوښتنې باوجود نه دي ورکړل شوي نو دوی له موږ سره تش زباني لګیا دي او له بیانونو کار اخلي.

د نوموړي په وینا باید چې وزیراعظم د سي پېک په اړه یو وارې بیا یو ټول ګوندیز کانفرنس رواغواړي او د ټولو ګوندونو د مشرانو تحفظات لیرې کړي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان وایي چې د وفاقي حکومت لخوا تراوسه د دوی تحفظات نه دي لیرې کړل شوي.

،، د چین او پاکستان ترمېنځه اقتصادي راهدارې پروژې یو ډالر هم زموږ په صوبه کې نه دی لګېدلی. د سي پېک ټوله پېسه په پنجاب کې لګېږي. باید چې حکومت د مغربي روټ په اړه خپله خبره سر ته ورسوي او که داسې ونه-کړې نو دا به د شخړو ښکار شي لکه چې څنګه کالا باغ ډېم د مسلو ښکار شوی وو،،

د پروسږ کال په اپرېل مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې د نېږدې ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاسليک کړې وې.

د پاکستان خارجه چارو دفتر په وینا چې دا منصوبه اوس څلور پنځوس اعشاریه پنځه اربه ډالرو ته رسیدلې ده.

XS
SM
MD
LG