د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنې نجونه لا هم خپل واک نه لري


د سيند صوبې په خېرپور ضلع کې د اتوار په شپه د غېرسرکاري ادارې مِهَک له اړخه په بېلا بېلو میدانونو کې غوره کار کوونکیو نجونو او ښځو ته جايزې ورکړل شوې چې پکې د پېښور او قبايلي سيمو ښځې هم شاملې وې.

پر دې موقع د پښتنو کارکوونکیو دريځ وو که څه هم اوس پښتنې نجونه د خپلو حقونو او ذمه وارو نه تر ډېره حده خبرې دي خو لا هم هغوی د خپل پلار او وروڼو په مخ کې د خبرې کولو حق نه لري.

غیرسرکاري اداره مهک له تېرو درو کلونو راهیسې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو ښځينه کارکوونکیو د ستاينې او ډاډ په خاطر هغوی ته ایکسلېنسي اېوارډ (غوره والي جایزه) ورکوي.

سږکال د خیبر پښتونخوا، کراچۍ او قبايلي سيمو نجونو او ښځو ته جايزې ورکړل شوې.

پر واورینو غرونو سایکل ځغلونکې ثمر خان
پر واورینو غرونو سایکل ځغلونکې ثمر خان

د خیبر پښتونخواد کوز دير ثمرخان چې په واورينو غرونو سايکل ځغلوونکې لومړنۍ نجلۍ ده، د لوبو په میدان کې جايزه ورکړل شوه.

د جایزې تر اخیستو وروستو له مشال رېډيو سره په خبرو کې ثمرخان وويل په ننني دور کې هم چې څومره پښتنو نجونو نوم ګټلی دی نو د هغې تر شا د مور پلار ډاډ او مرسته ده خو له بده مرغه له هرې پښتنې نجلۍ لا هم موقع نه لري بلکې يواځې هغه ځینې لري چې مور او پلار يې رسمي زده کړې کړې وي او ضرورت د دې خبرې دی چې د پېښور نه لرې پرتو سيمو کې هم د دا رنګ دستورو تابيا وکړی شي

''زموږ چې څومره پښتنې سيمې دي او په خصوصي توګه قبايلي سيمو کې د سبق بنيادي حق هم پښتنو جينکو ته ډېر په ګرانه ورکول کېږي نو په داسې حال کې لوبو، فېشن يا سياست کې برخه اخستل ډېره لويه خبره ده، د داسې دستورو د لارې د خلکو په سوچ کې مثبت بدلون راوستل کېدی شي."

په دې دستوره کې په کراچۍ کې د ماشومانو د روزنې لپاره کارکوونکې زهره شاه ته هم د پېغلې کارکوونکې جايزه ورکړې شوه څوک چې د "ګرلز" په نوم غېرسرکاري سازمان چلوي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې زهره شاه ووېل چې د کراچۍ غوندې لوی ښار کې هم لا پښتنې جينکۍ د تعليم سره سره د خپلې خوښې د کار کولو نه بې برخې پاتې کړی شوي دي چې لويه وجه يې د پلار اور وروڼو له خوا لګول شوي بندېزونه دي.

"په کراچۍ کې ډېرې جينکۍ داسې دي چې د لومړیو زده کړو تر (پينځم ټولګي) وړاندې نه ځي چې وجه يې د مور پلار اجازت نه ورکول دي، د يوې نجلۍ له خپل کوره وتل په کراچۍ غوندې ښار کې هم د پښتنو دپاره لا د غېرت په نوم ګوزار ګڼل کېږي، په کراچۍ کې هم پښتنې نجونه د يو کار لشپاره د خپل ورور يا پلار اجازت ته اړتيا لري."

په دې دستوره کې ډاکټرمريم ته د طب په مېدان کې جايزه ورکړی شوه څوک چې د قبايلي سيمې وزيرستان سره تعلق ساتي.

دې سره سره په پېښور کې د غيرسرکاري سازمان "اوېرګرلز" (اګا نجونه) سره کارکوونکې فاطمه سعيد ته هم په دې دستوره کې د غوره کارکوونکې نجلۍ جايزه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG