د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینې دې بې انګاره وسوم حال مې ګوره


سندرغاړې ادېل
سندرغاړې ادېل

د برتانیا سندرغاړې ادېل چې د نولسو کالو په عمر کې یې سندرې ویل شورو کړي دي، دا وخت د نړۍ په هغو سندرغاړو کې ده چې تر ټولو زیاتې پیسې ګټي. یوازې په ۲۰۱۲م کال کې هغې ۳۲ میلیونه ډالره ګټلې دي.

د هغې یوې سندرې ً ما په باران اور ولګاوً په لاکونو ډالر ګټلي دي. د ادېل د یو کنسرټ لپاره د یو ټکټ قیمت نېږدې شپږ زره روپۍ دی. خلک نه یوازې د هغې اواز خوښوي بلکې د هغې له اوازه په خوند اخیستو خپلې پیسې هم لګوي.

ادېل چې اوس ۲۸ کلنه ده، په نړۍ کې یوه مالداره سندرغاړې او سندره لیکونکې ده او دغه پیسې یې په خپل فن او په خپل محنت ګټلې دي.

ستا په لیدو مې نن د ټول ژوند ارمان پوره شو

خبره یوازې د پیسو هم نه ده بلکې د نوم او عزت هم ده. په یو پروګرام کې مې کتل چې په هند کې خلک څنګ له خپلو فلمي ستورو سره مینه لري. د بالیووډ سلمان خان ته یو هلک وویل چې ؛ستا په لیدو مې نن د ټول ژوند ارمان پوره شو.؛

پښتانه هم په شعر، ټپه او سندره میین خلک دي، له ژونده ډک دي، هره سیمه یې خپله ښکلا لري. په ډېرو سختو حالاتو کې یې له سندرې سره مینه نه ده پرېښودې. د پښتنو په خاوره ډېر لوی هنرمندان پیدا شوي دي، چې په بالیووډ یې بادشاهي کړې ده.

د حیرانتیا خبره دا ده چې په هغه وخت کې هم ډېرې ښځې او نجونه [جینکۍ] سندرو ته راغلي دي، چې څوک سوچ هم نه شي کولی. دغه که څه هم یو ساده خړ پړ دور وو، خو له خوند او ښکلا ډک وو، په دغو کې یوه د سوات معشوق سلطان هم وه. په یوه مرکه کې هغه وایې سندرو ته یې د خپل زړه وینې ورکړي دي، خو ټولنه د هرمندانو قدر نه کوي.

غزاله جاوېد
غزاله جاوېد

د پښتنو په ټولنه کې د سړیو سندرغاړو حالت هم څه ډېر ښه نه دی، ډېر د خپلو علاجونو لپاره پیسې هم نه لري،خو دا چې یوه ښځه یې او بیا له فن او هنر سره تعلق لرې نو ډېر څه به اورې، په ډېر څه به ځان غلی کوې، او ډېر څه به زغمې، ځکه چې د دغه ټولنې جوړخت داسې دی، او بیا پښتانه ځینو بدلونونو ته ډېر خوښ هم نه دي.

معشوق سلطان
معشوق سلطان

موږ ولیدل چې په پښتنه ټولنه کې به یوه سندرغاړې څنګ ژوند کوي. په محفل کې د خلکو د ډېر واه واه نه وروستو به هغه یا خو شکیلا ناز جوړېږي چې یو خاموشه ژوند خوښ کړي، یا به یې پلار نیکه د قسمتونو فیصلې کوي، او اخر به غزاله جاوېد شي، او یا به هغه معشوق سلطان جوړه شي.

نارې وهم غږ راته نه کړې ــــ بیا به جهان راپسې ګورې نه به یمه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG