د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شو


د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو پشمول له ګل/دوشنبې ورځې راهیسې په غونډ پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد درې ورځنی کپماين پيل شوی دی۔ د پاکستان صحت وزارت وايي، په دې کمپاین کې به څه باندې درې کروړه اويا لاکو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې او د وټامن اې څاڅکې ورکول کېږي.

د صحت وزارت وياند ساجد حسېن شاه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې نړیوالو سازمانونو او د پاکستان حکومت لخوا وخت په وخت کمپاين چلولو سره په پاکستان کې د ګوزڼپه وايرس کې څرګند کمی راغلی دی۔

"د ګوزڼ ناروغي کې له ۸۰ تر ۸۳ فيصدو پورې کمی راغلی دی خو موږ د دغه رنځ ختمولو لپاره بيا بيا دا کمپاين چلوو. د دې لپاره مو د ماشومانو هدف ټاکلی چې هېڅ یو یې له کمپاینه پاته نه شي. میندو پلرونو ته بلنه ورکوو چې خپلو بچیانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړي. په دې سره به ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ خوندي شي."

د وياند په وینا د ګوزڼ ناروغي کې له کمي راتلو سره سره د هغو خلکو شمېره هم کمه شوې چې خپلو ماشومانو ته به یې د ګوزڼ څاڅکي نه ورکول. دی زیاتوي هغه میندې پلرونه چې لا هم خپلو بچو ته د ګوزڼڅاڅکیو له ورکولو انکار کوي له هغوی سره په ټولو ضلعو کې ضلعي انتطاميه لیده کاته کوي او د څاڅکو ورکولو په ارزښت یې پوهوي.

د پاکستان صحت وزارت په وینا سږ کال په پاکستان کې د پولیو اتلس کېسونه مخې ته راغلي چې په ۲۰۱۴ کال کې درې سوه او شپږ او په ۲۰۱۵ کال کې شمېره څلور پنځوس وه.

سږ کال اته کېسونه په خېبر پښتونخوا، اووه په سیند، یو په بلوچستان او دوه د قبایلي سیمو له جنوبی وزیرستانه رپورټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG