د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېند اسمبلۍ د ځینو غړو ژوند ته ګواښونه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سېند صوبایي اسمبلۍ د خپلو هغو غړو لپاره د امنیت غوښتنه کړې ده، چې تېره میاشت یې په دغه صوبه کې د لږکیو د حقونو خوندي ساتلو ۲۰۱۵ کال په نوم یو قانون منظور کړ. د سېند صوبې سره تعلق لرونکي د صوبایي او قامي اسمبلۍ غړي وایي باید حکومت او ریاستي ادارې د دغه قانون مرسته وکړي.

د سېند د سانګړ ضلعې نه د هندو ټولنې پارلماني غړی بهون داس وایي دوی ته کله هم جایز حقونه نه دي ورکړل شوی او تر اوسه پورې د دویمې درجې اوسیدونکي ګڼل کیږي.

« له ۱۹۴۷ نه تر اوسه، موږ سم پاکستانیان نه ګڼل کیږو، زموږ لپاره دوه مخې معیارونه دي، موږته سپک کتل کېږي،له یو څو خلکو پرته موږ سره د هېچا رویه ښه نه ده، په پارلمان کې دننه هم دغه حال دی. زه وایم، دا کوم قانون چې جوړ شوی باید مرسته یې وشي، حکومت او امنیتي ادارې دې باید د دې ترشا ودریږي. »

نوموړی وايي، اسلام کې او حضرت محمد ص د اقلیتونو د حقونو د خوندي ساتلو په بیا بیا ذکر کړی دی، په قران شریف کې هم راغلي دي، خو دلته چې کوم دا دوه فیصدي خلک دي دوی خپل اسلام راوستل غواړي.

بهون داس دا هم وایي نه یوازې په سېند صوبه کې بلکې په نورو سیمو کې هم د دوی پر عبادت ځایونو حملې کیږي، او نه یوازې هندوان بلکې په پاکستان کې ژوند کونکې نور اقلیتونه هم د داسې مسلو سره مخامخ دي.

د دفاعي چار کار پوه طلعت مسعود وایي حکومت باید د داسې قانون مرسته وکړي چې تر مخه یې په دغه هېواد کې د لږکیو حقونه خوندي وساتل شي.

« په دې کې خو څه شک نشته، چې تر ننه پورې په پاکستان کې داسې عناصر شته چې زوړ سوچ او فکر لري، دوی په غلط سوچ کې پراته دي، او له تعصبه ډک دي، او حد یې دا دی که چیرې تاسو په قانون کې څه بدلون کوئ، او یا په دې اړه څه مثبت ګام اخلئ، نو تاسو ته به پته ولږي چې څنګه د دې خلاف ردعمل مخې ته راځي. په دې کې خو څه شک نشته، خو باید موږ د سند حکومت دا ګام هم وستایو، هغه خلک چې له تعصبه ډک دي، لازمي ده چې د دغه قانون مخالفت وکړي، دوی داسې فکر کوي چې ګینې هندوانو او یا نورو اقلیتونو ته یې ته څه اسانتیاوې ورکړې خو دا څه اساني نه ده، بلکې د دوی جایز حق دی. »

خبریال فصیح ذکا وایي، په پاکستاني ټولنه کې د اقلیتونو دایره پراخه شوې ده، اوس شیعه مذهبو او احمدیانو ته هم د لږکیو په سترګه کتل کیږي، او له دې سره په ټولنه کې زغم کمیږي.

«اوس ګرانه شوې ده، دوی داسې ښکاره کړې ده چې باید د لږکیو په اړه خبره ونه شي نو ښه به وي، څوک هم چې قانون جوړوي او یا د اقلیتونو په اړه په قانون کې څه بدلون راولي نو دوی یې مخالفت کوي. قانون خو د ریاست استعمالیږي ،دغه ډلې چې ډیرې وړې دي خوپه ریاستي ادارو فشار اچوي، اوس دوی سره ډیر طاقت دی، ډیر اثر دی، او حکومت ورته ډیر کمزوری ښکاري. بیا حکومت ته هم ګڼ محاذونه پرانستل شوي دي، او دغه توندروه ډلې د حکومت له کنټروله بهر دي، او بیا دغو ته ډیرې اسانتیاوې هم ورکړل شوي دي. »

د سېند صوبې نه قامي اسمبلۍ غړی بون داس وایي دوی د دغه قانون هرکلی کوي چې ترمخه به یې د دوی پشمول په سند صوبه کې د میشتو ټولو لږکیو حقونه خوندي کړل شي، او زیاتوي باید په پاکستان کې د لږکیو د مسئلو په اړه کوټلي قانون سازي وشي.

XS
SM
MD
LG