د لاسرسي ځای

" د اتم اګست برید د پلټنو راپور یو اړخیز دی "


چودري نثارعلي خان وايي په راپور کې د دوی موقف نه دی شامل کړل شوی

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير د کوټې د اتم اګست بريد د پلټنو کميشن راپور يو اړخيز بللی ، او ويلي يې دي چې د کمیشن په راپور کې د حکومت دريځ نه دی شامل کړی.

چودري نثار علی خان پرون په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې په هيواد کې د هرې يوې ترهګرۍ پيښې ذمه واري په کورنيو چارو وزارت اچول پکار نه دي.

« زه په دي خبره نه پوهيږم چې زموږ موقف له شاملولو پرته يو اړخيزه راپور څنګه مخي ته راغلی؟»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندوني په داسي حال کې کړي چې د جمعې په ورځ په کوټه کې د اتم اګست د ځانمرګې برید په د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی په مشرتابه کې یو کسیزه کمېشن د ۱۱۰ پاڼو خپل راپور د زیارت ورځ سپریم کورټ (ستره محکمه) ته وړاندې کړی وو.

په یاد راپور کې د کورنيو چارو پر وفاقي وزارت نيوکې شوي چې په نظامي توګه د ترهګرۍ پېښو په مخنيوي کې ناکامه شوی.

کمېشن په خپل راپورکې غوښتنه کړې ده چې د ترهګرۍ ضد قامي اداره(نیکټا) دې نه یوازې پر وسله والو ډلو بندیز ولګوي بلکې له وسله وسله والو ډلوسره تړاو لرونکیو کسانو نومونه اوعسکونه دې په ورځپاڼو او رسنیو کې خپاره کړي.

کمېشن د بلوچستان حکومت ته هم ویلي دي چې د های کورټ له خوا څلور کاله وړاندې د تره ګرۍ پرضد کړې پرېکړه دې سمدلاسه عملي کړي او د وسله والو کسانو پرضد تر پوځدارۍ لاندې مقدمې وکښل شي.

په راپور کې پر پولیسو او د سیویل هسپتال پر ډاکټرانو نیوکې شوې دي اوحکومت ته یې امر کړی دی چې پر پولو دې د سفري دستاویزاتو له لارې د خلکو تګ راتګ یقیني وګرځوي. په هغه پېښه کې د ګڼو وکیلانو په ګډون ۷۴ کسان وژل شوي ول.

په راپورکې دښځینه ډاکټرې مېرمن شهلا رضا د قربانۍ ستاینه شوې ده چې د اګست په اتمه نېټه د ځانمرګي برید ورسته یې په سیویل هسپتال کې د ټپیانو د درملنې لپاره نه ستړېکېدونکې هلې ځلې کړې وې او د هغه کسانو یې هم تعریف کړی دی چې ځانمرګی بریدګر یې په خپلو بوټانو پېژندلی وو.

XS
SM
MD
LG