د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې سرشمېرنه پیلېږي


د قامي ګټو کونسل د راتلونکې ۲۰۱۷م کال د مارچ په پنځلسمه نېټه د سرشمیرنې کولو فیصله کړې ده او ویلي دي چې په ټولو صوبو کې به پر یو وخت سرشمېرنه سر ته رسول کېږي.

دا پرېکړه د جمعې ورځ په وزیراعظم هاوس اسلام اباد کې د قامي ګټو شریک کونسل کې د غونډې پر مهال شوې ده.

د پاکستان له وزیراعظم هاوسه جاري شوې خبر پاڼې له مخې به کورشمېرنه او سرشمېرنه پر یوځای په دوو پړاونو کې ترسره کېږي.

خبر پاڼه دا هم وایي چې د سرشمېرنې لپاره د وفاق شماریاتو سېکرېټري او د څلور واړو صوبو چیف سېکرېټریانو پشمول به یوه کميټۍ جوړېږي.

دا کميټۍ به د سرشمېرنې ټولو چارو ته کتنه کوي چې پروړاندې شته خنډونه یې هیسته کړي.

د پاکستان حکومت سږ کال د سرشمېرنې پرېکړه کړې وه خو د پوځ مصروفیاتو له وجې حکومت د سرشمېرنې فیصله ځنډولې وه.

د روانې میاشتې په لومړۍنېټه د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس انور ظهیر جمالي د سرشمېرنې نه کولو په باب له خپلې مخې یادګېرنه (ازخود نوټس) اخیستې وه او حکومت ته یې امر کړی وو چې راروان کال دې په دوه میاشتو کې دننه سرشمېرنه سر ته ورسول شي.

سپریم کورټ ویلي ول چې سرشمېرنه کول یوه آییني ذمه واري ده.

په پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه په ۱۹۹۸ کال کې شوې وه او تر هغه پس دا عمل ځنډنی شوی دی.

د پاکستان د آیین مطابق په ملک کې به هر لس کاله پس سرشمېرنه کېږي.

XS
SM
MD
LG