د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر فاټا اصلاحاتو به د جمعیت او پښتونخوا معپ اندېښنې اوارېږي


د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د قبایلي سیمو اصلاحاتي رپورټ په اړه لا نورې مشورې وکړي.

د افيصله بېګا ماښام د وفاقي کابېنې په غونډه کې وشوه چې مشري یې وزير اعظم نواز شريف کوله.

تر غونډې وروسته، د سرحداتو او قبایلي چارو وفاقي وزير عبدالقادر بلوڅ او د اطلاعاتو ریاستي [مملیکت] وزيري مريم اورنګزيب ګډې خبرې غونډې ته وويل چې د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ مشر سرتاج عزيز به د جمعيت علماء اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له مشرانو سره ګوري او د هغوی اندېښنو اوارولو یا ختمولو هڅه به کوي.

موږ د جنوبي پښتونخوا ولس د ونټ یونټ له ماتېدو راهیسې له خيبر پښتونخوا سره ګډېدل غواړو خو نه مو ورسره ګډوي
قهار ودان

د قبایلو اصلا حاتو په اړه د حکومتي کمېټۍ غړیو د قبایلی سیمو سفرونه کړي ول او له ولس سره یې تر خبرو وروسته خپل سپارښتونه حکومت ته وړاندې کړي ول. په هغو سپارښتنو کې راغلي ول چې قبایل دې په مرحلو کې په خیبر پښتونخوا ورګډ کړل شي خو جمیعت علماء اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د قبایلي سیمو ځینې مشران او ډلې د دې وړاندیز مخالفت کوي.

د اصلاحاتو سپارښتنو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبد القهار ودان مشال راډيو ته وويل چې د دوی تحفظات دا دي چې د قبايلو اصلاحاتو کمېټۍ رپورټ کې حقایق په نظر کې نه دي نیول شوي او د عام ولس پر ځای له مخصوصو ډلو سره تر ليدو کتو ورسته یې دا رپورټ جوړ کړی دی.

''موږ د جنوبي پښتونخوا ولس له بلوڅانو سره تړل شوي. موږ چې په دا پاکستان کې ون یونټ ختم شوی دی له وخته راهیسې دا چیغې وهو چې موږ له خيبر پښتونخوا سره ګډ کړئ.ميانوالي وايي چې موږ له خيبر پښتونخوا سره ورګډ کړئ. دوی یې نه ورګډوي، او تر اوسه چې [د فاټا (قبایلي سیمې)] اکثریت ولس دا غوښتنه نه ده کړې چې دوی په خیبر پښتونخوا ورګډ کړئ. د فاټا ۹۰ فيصده ملکان به دا خبره کوي خو هلته د فاټا ۹۰ فیصده ولس له خیبر پښتونخوا سره یوځایکېدل نه غواړي. هغوی وايي چې موږ ته خپله صوبه راکړه. موږ ته خپل اصلاحات راکړه،قبایلي ولس د ايف سي آرا تور قانون ختمول غواړي. هغوی وايي چې موږ ته د ولس منتخیبه اسمبلۍ راکړه. خپل بلدياتي نظام او ځان ته صوبه راکړه. موږ ته د صوبې حثیت راکړه.''

د قبايلي ولس محروميانو ختمولو لپاره ضروري ده چې فاټا دې ځان ته صوبه جوړه شي۔
جلیل جان

بل خوا جمعيت علماء اسلام(ف) خېبر پښتونخوا صوبايي وياند عبدلاجليل جان وايي چې ګوند یې د قبايلي سيمو له خیبر پښتونخوا سره په ورګډولو هېڅ اعتراض نه لري خو تحفطات یې دا دي چې فيصلي دې د فاټا ولس په خوښه وشي.

''موږ فاټا له خیبر پښتونخوا سره په ورګدولو مخالفت نه کوو. زموږ مطالبه دا ده چې موږ دا ځان له صوبه غواړو او چې دا ځان له صوبه شي او که د دې ځان له ګورنر، وزير اعلا او محکمې شي. نو ګڼ قبايل ولس به خوشاله نه شي؟''

ده دا هم وویل چې په فاټا کې د امن راوستو او د قبايلي ولس محروميانو ختمولو لپاره ضروري ده چې فاټا دې ځان ته صوبه جوړه شي۔

دوی دا نعره لګوي چې له چترال تر بولانه پښتانه يو که محمود خانه۔۔ خو فاټا په خیبر بښتونخوا نه ورګډوي
نثار مومند

خو د دواړو ګوندونو د تحفطاتو په ځواب کې د ال فاټا سياسي اتحاد مشر نثار مومند وايي:

''قبايل ولس وايي چې موږ د پښتونخوا برخه کړئ د پښتون خوا ولس وايي چې فاټا دې له موږ سره شامله کړل شي. هغوی موږ قبلوي نو زه نه پوهېږم چې مولانا فضل الرحمان په دې کې څه ذاتي رایه ده او څه ويل غواړي. او هم په دغه لړ کې که محمود خان اڅکزي او د هغه ګوند ته وګورو نو هغوی دا نعره لګوي چې له چترال تر بولانه پښتانه يو که محمود خانه۔۔ زه نه پوهېږم چې يو خوا د پښتانه يوکولو خبره کوي او چې کله د پښتنو يوکولو خبره راځي نو مخالفت یې کوي. خو له دې دا ښکاره کېږي چې دا دواړه ګوندونه له پښتون دښمنه قوتونو سره يو دي او نه غواړي چې پښتونخوا صوبه د پاکستان دويمه غټه صوبه جوړه شي.''

د فاټا سياسي اتحاد په وینا د اصلاحاتو ځنډولو او د جميعت علماء اسلام(ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرضد به د دېسېمبر په اتلسمه په قبايلي سيمو کې احتجاجي تحريک پيلوي.

XS
SM
MD
LG