د پاکستان دولتي راډیو وايي، په دې لړ کې په پېښور او د هېواد په نورو برخو کې غونډې کېږي. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پېښور پر ارمي پبلېک سکول په وسله وال برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول چې پکې زیاتره یې زده کوونکي ول.
تر هغې وروسته پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د نیشنل اېکشن پلان په نوم تګلاره اعلان کړه او د عملیاتو تر څنګ یې سلګونه تورن کسان په دار ورځړول چې ورباندې د هېواد دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو انتقاد وکړ.
د دې ورځې لمانځلو په مناسبت نن په خیبر پښتونخوا کې رخصتي یا چوټي ده.