د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړل شوې


د چارشنبې په ورځ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د حکومت لخوا (۹۸۳) تنو ښوونکو ته د کورونو د ابادولو لپاره ځمکې ورکړل شوې.

د لوګر چارواکي وايي، په یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو په ښارګوټي کې چې په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې ابادیږي، د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینکونه، جوماتونه، تجارتي ساحه او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.

د لوګر د پوهنې رييس محمداکبر ستانکزی وايي، د ښوونکو یاد ښارګوټی صنعتي پارک ته څېرمه د ګرداو په نوم دښته کې جوړیږي او هغو کسانوته به وویشل شي، چې په همدې ولسوالۍ کې ښوونکي وي.

اکبر ستانګزی زیاتوي:((دا ښارګوټی په شپږ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی، ۹۸۳ رهایشي نمرې لري، له څلور بسوو، نیولې بیا تر نهو بسو پورې په مساحت نمرې دي، دا به د محمداغې په ولسوالۍ هغو ښوونکو ته چې دلته په تدریس باندې بوخت دي او د همدې ولسوالۍ دي، پدوی به وویشل شي، کله چې ښوونکو کارونه شروع کړل نو دا نورې چارې به يې هم پیل شي.))

د شخړو د هواري په برخه کې د ولسمشر سلاکار وزیر قمرالدین شکېب چې د ښوونکو د ښارګوتي د پرانیستې ګډونوال وو، وايي د دې ښارګوټي ستونځې هوارې شوي او دادی رسمي پرانېسته يې وشوه:

((د جلالتماب ولسمشر د حکم سره سم یوه با صلاحیته پلاوي ته دنده سپارل شوې وه، چې به ټول افغانستان کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټو ستونځه حل او مستحقینو ته چې هغه ښوونکي دي، باید نمرې وویشل شي، د محمداغې په ولسوالۍ کې د ښوونکو دا ښارګوټي چې څه باندې نهه سوه نمرو باندې شامل دی، رسماً پرانیستل شو.))

د لوګر والي محمد حلیم فدایي وايي، چې دوی د ولایت په کچه د ښوونکو د ښارګوټو لپاره ۱۶ زره جریبه ځمکه مشخصه کړې او ډېر ژر به په برکي برک او مرکز پل علم کې هم د ښوونکو لپاره د ورته ښارګوټو د جوړولو کار پیل کړي:

((نن مو د محمداغې ولسوالۍ اړوند ټولو ښوونکو ته د نمرو د وېشلو لړۍ پیل کړه، په راتلونکې کې مو پلان دا دی چې په برکي برک او مرکز پل علم کې هم نمرې وویشو، د ښوونکو د نمرو لپاره مو ۱۶ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.))

عبدالحکیم حکمت د هغو ښوونکو نه دی، چې د ښوونکو په نوي ښارګوټي کې یوه نمره ځمکه ورکړل شوې ده، نوموړی وايي حکومت باید د کورونو د ابادولو په برخه کې هم دوی سره مرسته وکړي:

((دا لس کاله موږ دې په تمه تږې ناست وو، پدې به انشاالله زموږ د ژوند مشکل څه نا څه راحل شي، خو چې نوره همکاري هم دولت راسره وکړي، دا به جوړوي څوک، د اوبو ستونځه يې، د لارې ستونځه يې، د تعمیر ستونځه يې، پدې معاش خو یقین وکړه، که د کور ګزاره هم پرې کیږي، زه به څنګه وکولای شم، دا کور اباد کړم.))

د نظر خاوند وحیدالله عبدالرحیمزی ښوونکو ته د ځمکو وېش د ښوونیز بهیر د ښه کولو لپاره د یو ښه ګام په توګه بولي او زیاتوي:

((زه فکر کوم دا د درس په کیفیت باندې یو په دوه تاثیر لري، تاسو فکر وکړئ که معلم ارامه شپه تېره کړي، هغه به د سبا ورځې تدریس لپاره ډېر ښه تیاری نیسي، د هغه نه به محصلان عظمي استفاده کوي، د ده په ترفیع او علمي تحقیقاتو باندې واقعاً لوی اثر لري.))

د یادونې وړ ده، د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې اوسمهال ۶۳ ښوونځي، ۵ دینې مدرسې، یوه کثیر الرشتوي مسلکي لېسه او د ښوونکو د روزنې یوه الحاقیه فعالیت لري،چې د ۱۵۰ ښځينه ښوونکو په ګډون په کې ۸۹۵ تنه ښوونکي پر تدریس بوخت دي.

د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي د ځمکې پر سر د تېرو څو کلونو راهیسې دعوې موجودې وې او له همدې کبله يې کارونهځنډیدلي ول.

XS
SM
MD
LG