د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دواړو غاړو ته د ډرایورانو احتجاج


پر تورخم د ډریوارانو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

پر تورخم د ډریوارانو احتجاج

د خیبر انتظامي چارواکي او په تورخم کې موجود ډرایوران وایي چې د افغان حکومت له خوا په مال وړونکو ګاډو باندې د لګېدلې مالیې له کبله یې هغوی پرضد په چارشنبه په دویمه ورځ هم د ډریورانو احتجاج دوام لري.

دوی وايي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پر تورخم په سلګونه ګاډي ولاړ دي او دې پلو هم پر تورخم پاکستانيو ډرایورانو د چارشنبې له ورځې احتجاج پيل کړی دی او خپل ګاډي یې ودرولي دي.

پاکستاني او افغان ډریوران وایي چې افغان حکومت له دوی نه غیر قانوني روپې اخلي او د ځمکې مالیې په نوم یې پینځه زره افغانۍ ټیکس زیات کړی او دوی یې ورکولو ته تیار نه دي. دوی وايي د پاکستان امنیتي سرتېري هم ترې غیر قانوني روپۍ اخلي او غوښتنه کوي چې دا ټول ټېکسونه دې ختم کړل شي.

په تورخم کې موجود یوه پاکستاني ډرایور روسمین خان مشال راډيو ته وویل (د پیښور له رینګ روډه تر تورخمه پورې را-نه غیر قانوني روپۍ اخیستل کېږي او چې بیا په تورخم پوله واوړو نو هلته افغان امنیتي سرتیري هم را-نه اوس پینځه زره افغانۍ غواړي او دا له موږ سره نا انصافي ده. دغه روپۍ د دواړو دولتونو خزانې ته نه ځي بلکې دوی یې د ځان لپاره اخلي. موږ هم له افغان ډرایورانو سره په دې احتجاج کې شامل یو او تر هغو به مو احتجاج جاری وي چې تر څو یې دغه غیر قانوني روپۍ اخیستل حتم کړې نه وي.))

یو بل ډرایور مدیر خان وایی چې(( موږ د قانوني روپو له ورکولو انکار نه کوو حو ناجایزه روپۍ نورې نه شو ورکولی. زموږ په ملګریو ډرایورانو باندې د پولې هغې غاړې ته ډزې شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.))

د تورخم هغې غاړې ته موجود افغان ډریورانو د اتحادیې مشرانو مشال ریډیو ته ویلي چې تیرماښام د تورخم پولې نه په لس کلومیټره فاصله باندې په ډکه سیمه کې د ډرایورانو په احتجاج باندې افغان پولیسو ډزې کړي دي چې په نتیجه کې یې یو ډریور وژل شوی او نرو درې پکې ژوبل شوي دي.

خو افغان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم پولیټیکل چارواکي وایي دوی به نن (چارشنبه) یو ځل بیا له پاکستانيو او افغان ډریورانو او افغان سرحدي چارواکو سره یوه جرګه کوي چې دغه ستونځه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG