د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېشچي وايي، ورباندې د جنسي تېري هڅه شوې، ارګ پلټنې کوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د جنرال عبدالرشید دوستم پر ضد د احمد اېشچي د ادعاوو په اړه څېړنې پیلوي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د څېړنو د پایلو پر اساس به عدلي او قضايي بې‌ پرې اقدام وکړي.

د عبدالرشید دوستم پر ضد د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي د ادعاوو په اړه د سېشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم خبرې وشوې.

په‎ دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت د افغانانو د ژوند او انساني کرامت ساتلو ته متعهد دی.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري

محمد هارون چخانسوري د سېشنبې پر شپه په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"د ملي وحدت حکومت په شبرغان کې له ښاغلي احمد خان اېشچي سره د پېښې په اړه څېړنې پيل کړي دي. د افغانستان دولت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د یادې قضيې په اړه به ټول قانوني مراحل رعایتوي."

احمد ایشچي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وګړو درې اوونۍ مخکې، جوزجان کې د بُزکشۍ له میدانه ونیو او ناوړه چلند یې ورسره وکړ.

د هغه زوی باتور ایشچي رسنیو ته وویل چې پلار يې د لېندۍ میاشتې په پنځمه په شبرغان کې د ښاغلي دوستم وګړو بیولی و.

د هغه په وینا، احمد ایشچي د جمعې په ورځ ازاد شو.

هغه یوولس ورځې د ملي امنیت ریاست په نظارت خانه کې تېرې کړي.

د ښاغلي ایشچي په وینا، مخکې تر دې چې نظارت خانې ته ولېږدول شي، عبدالرشید دوستم او ساتونکو يې ناوړه چلند ورسره کړی دی.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي

احمد ایشچي وویل:

"وېې‌ویل چې چپه‌یې کړئ، زه‌یې چپه کړم. وايي، زه به اول خپله یو څه لواطت ورسره وکړم، نو لس دقيقې يې ښکته او پورته کولم."

ښاغلي اېشچي له مشال راډیو سره په مرکه کې ټينګار وکړ چې د خپل حیثیت د اعادې لپاره مبارزه به جاري وساتي.

له ډېرو هڅو سره مشال راډیو ونه‌ توانېده چې د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یا د هغه له همکارانو سره ارتباط ټینګ کړي.خو د لومړي مرستیال د دفتر خبرپاڼې د احمد اېشچي ادعاوې رد کړي او ویلي يې دي چې یو شمېر ناڅرګندو کړیو د ښاغلي دوستم پر ضد تخریبي فعالیتونه پیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې احمد اېشچي په جوز جان کې په ناکراریو کې د لاس درلودو له امله نیول شوی و.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پېښې په اړه چې تر څېړنو لاندې ده، د یو شمېر ادارو دریځ د دوی د خپلواکۍ په اړه پوښتنې پيدا کوي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر په خبرپاڼه کې هغو ادارو ته چې د دې پېښې په اړه‌یې نظر څرګند کړی، سپارښتنه شوې چې په دې اړه له بیړې او مخکې له مخکې قضاوته ډډه وکړي خو د کومې ځانګړې ادارې نوم نه‎ دی په ‎کې اخیستل شوی.

د احمد اېشچي د خوشې کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته اروپايي اتحادیې، د عفوې نړیوال سازمان او د امریکا، بریتانیې، کاناډا، ناروې او اسټرالیا حکومتونو له هغه سره د ناوړه چلند د ادعاوو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د عفوې نړیوال سازمان د عبدالرشید دوستم پر ضد د احمد ایشچي تورونه خواشینونکي بللي دي.

په دې سازمان کې د افغانستان د چارو څارونکې حوریه مصدق مشال راډیو ته وویل چې په ‎دې اړه باید خپلواکې او عادلانه څېړنې وشي.

د افغانستان د چارو څارونکې حوریه مصدق
د افغانستان د چارو څارونکې حوریه مصدق

حوریه مصدق زیاتوي:

"هغه ادعاوې چې د محمد ایشچي له لوري شوي، د افغانستان دولت مستقل تحقیقات ورباندې وشي او که جنرال دوستم مجرم وګڼل شي، باید عادلانه چلند ورسره وشي."

مېرمن مصدق زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت پر یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو، د ملي شورا پر یو شمېر غړو او د حکومت پر مخالفو وسله‎والو ډلو د قتل او ډله‌ ییزو جنسي تېریو په ګډون د ناوړه اعمالو د ترسره کولو تورونه موجود دي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د چارو څارونکې حوریه مصدق مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې په ډېرو مواردو کې پر بشري حقونو د تېریو په اړه څېړنې نه‎ دي شوي.

XS
SM
MD
LG