د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب اسلامي ګوند مهم غړي ننګرهار ته ورسېدل


له تېرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتيار د ورتګ په اړه ګرمې آوازې روانې دي.

ولایتي چارواکي دا مني چې د حکمتيار نیږدې کسان دې ولایت ته ورغلي او اټکل کوي چې د ګوند نور مهم غړي به یې هم په نیږدې ورځو کې ورشي خو دا چې حکمتيار به په دې ولایت کې استوګن وي که څنګه دوی ناخبري ښيي.

د ولايت وياند عطالله خوږياڼي وايي د حکمتيار د اوسېدنې په اړه معلومات نه-شته خو نوموړی وايي که چيرې په ننګرهار کې پاتې شي ولایتي اداره او ولسوونه يې تود هرکلی کوي:

((د حزب اسلامي ګوند امير انجنير ګلیدين حکمتيار څو تنه نیږدې کسان چې د هغه نظامي مرستیال هم پکې شامل وو د تورخم له لارې ننګرهار ته راغلي او اټکل کیږي چې نور نيږدې کسان به يې هم راشي .دا به په دې مانا نه وي چې دوی ټول به په ننګرهار کې اوسېږي یا بل چيرته! که چيرې د دوی د استوګنې لپاره ننګرهار غوره شي د ننګرهار ولایت مقام هر مهال خپلې دروازې پرانیستې او هرکلی یې کوي او د دې ولایت ولسونه هم هرکلی کوي چې دغه ډول د سولې تفاهم-ليک کامياب شي.))

خو د ننګرهار ولایت مقام یوې باوري سرچينې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې په ننګرهار کې د حکمتيار د اوسېدنې لپاره د هغه کسانو مناسب ځای غوره کړی او اوس د تعميراتي رغونې چارې روانې دي.

دغه سرچينه وايي ممکن د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په ننګرهار کې راښکاره شي.

ننګرهار د حکمتيار د راتګ په اړه مختلف نظرونه موجود دي خو ګڼ خلک بیا د هغه راتګ دې سیمې ته یو نیک پال نيسي:

((محمد اکرم هاشمي یم، د حکمتيار صیب راتګ ته خوشبينه یو او دا د جهاد ستر مشر و او موږ په دې ویاړو چې حکمتيار صیب ننګرهار یا بل ولایت ته تشریف راوړي او دده راتګ سره سوله راشي.

زما نوم فتیح الله دی د حکمتيار صیب په اړه به دومره ووایم چې دا د جهاد لوی قايد دی او دده د راتګ سره به سوله راولي او دده راتګ سره به نور خلک هم سولې ته وهڅول شي زه د حکمتيار صيب راتګ نیک پال نیسم.))

د ویلو ده چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دې ولايت ته د معرفت په لومړی ورځ ولسوونو ته زېری ورکړی و، چې د سولې لمر به د ننګرهاره خورېږي.

هغه په خپلو خبرو کې په څرګنده ويلي وو چې د حزب اسلامي ګوند مشر انجنيرګلبدین حکمتيار به لومړی په ننګرهار کې راښکاره کېږي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG