د لاسرسي ځای

د پنجاب صوبې چکوال ضلعې دولميال سيمې اوسېدونکو د ګل پر ورځ د احمديانو پر ېوه عبادتخانه حمله کړې خو ځايي پوليس وايي چې حالات یې اوس کنټرول کړي دي.

د چکوال چواسېدن شاه تاڼې یو چارواکي فدا حسېن مشال راډيو ته وويل چې د ګل په ورځ د دولميال سېمې اوسېدونکو د پیغمبر اسلام د کلیزې په مناسبت یو جلوس راوويستو چې پکې ځینو کسانو د احمديانو پر عبادتخانه یرغل وروړ.

د نوموړي په وینا چې تر حملې وروستو له پوليسو سره سره پوځ او رېنجرز هم په سيمه کې موجود دي او حالات اوس سم دي.

بلخوا د جماعت احمديه د مطبوعاتو څانګې يو چارواکي عامر محمود مشال راډيو ته وويل چې دا حمله اتفاقي نه وه بلکې د دې لپاره پوره تياري شوې وه ځکه د روانې دسمبر مياشتې په څلورمه نېټه ځايي اوسېدونکو د ميلاد کنفرنس پر موقعه د احمدي ټولنې پرضد د کرکې خورولو او د دوی پر عبادتخانې د قبضې کولو مهم چلولی وو او په پنځمه نېټه د دوی د ټولنې یو ځايي مشر ډي سي او ته د حفاظت لپاره خط ولېږلو خوپه دولسم ربيع الاولپه کم شمېر کې پوليس اهلکار د عبادتخانې امنيت لپاره ځای پر ځای کړل شوي ول.

د نوموړي په وینا چې کله تېره ورځ جلوس راوويستل شو نو تر یو زروزياتو کسانو د دوی د ټولنې پر عبادتخانې نه یوازې کاڼي واورول بلکې ډزې يې هم وکړي. پر دغه موقعه په عبادتخانه کې د جماعت احمديه تر څلوېښتو پورې کسان موجود ول او خالد جاوېد نومې یو تن د زړه دورې له کبله مړ شو. د دې ترڅنګه ځايي خلکو لخوا اوس هم ورته دړکې ورکول کېږي نو د حفاظت په خاطر دوی د خپلې کميونټۍ خلک محفوظو ځايونو ته منتقلوي.

د بشري حقونو تنظيم (هيومن رایټس کمېشن آف پاکستان) يو مشر کامران عارف مشال راډيو ته وويل چې تر څو د مذهبي اقليتونو خبره ده نو هغوی ته هم هغه ټول حقونه حاصل دي چې د ملک نورو وګړیو ته حاصل دي نو دا د حکومت ذمه واري جوړېږي چې اقليتونو ته تحفظ ورکړي.

د ذکر ده چې تر دې وړاندې هم د ملک په مختلفو برخو کې د احمدي جماعت پر عبادتخانو حملې شوې وې چې پکې ورته مرګژوبله اوښتې وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG