د لاسرسي ځای

پاکستان خپلې ټولې اې ټي ار الوتکې په عارضي توګه له پروازونو منعې کړي دي او وايي چې له معاینې ورسته د محفوظ هوايي سفر جوګه الوتکې به یې بیا پروازونه شورو کوي.

د ګل په ورځ د پاکستان نړیوالې هوایي کمپنۍ (پي ای اې) په خپل یو بیان کې ویلي چې په دې هېواد کې موجودې لس واړه اې ټي ار الوتکې یې د کتنې په غرض کېنولې دي.

دې الوتکو به د پاکستان وړو وړو ښارونو ترڅنګ کابل ته هم پروازونه کول. پي ای اې دا فیصله له هغه ورسته وکړه چې له چتراله، اسلام آباد ته تلونکې اې ټي ار الوتکه یې د تیکنیکي ستونزو له وجې له اېبټ اباد سره نزدې ولوېدله او پکې د الوتکې د شپږو کارکوونکیو په شمول ټول ۴۸ کسان ووژل شو.

د پي ای اې د خبرپاڼې ترمخه د ولسي الوتنې (سیول اېویېشن) اداره د دغو الوتکو معاینه کوي او که د پروازونو جوګه وګرځول شي نو د کابل پشمول، ګوادر، تربت، چترال، ګلګت، ژوب، ډېره غازي خان، ډېره اسماعیل خان، پنجګور او موهنجوداړو ته به د پروازونو لړۍ بیا شروع کوي.

پاکستاني مطبوعات وایي د دې معاینې په لړ کې د سیول ایشن د مرستو لپاره نړیواله تحقیقاتي ډله اسلام اباد ته رسیدلې ده چې پکې د الوتکو د انجن دوه ماهرین هم پکې شامل دي.

بلخوا د پاکستان وفاقي حکومت وایي چې د اېبټ اباد په حویلیا کې د پرېوتې الوتکې د کپتان پشمول د دوولسو مړیو پیژندګلو شوې او د نورو د شناخت عمل به د ډي اېن اې ټیسټ په ذریعه تر اوولسم دسمبر ترسره شي.

د ګل په ورځ د اسلام اباد په پیمز هسپتال کې د انتظام او پرمختیایې ډویژن وزیر طارق فضل چودری له مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل چې د اتو مړیو شناخت د هغوی له مختلفو شیانو شوی دی.

د نوموړي په وېنا د الوتکې د کپتان او جنېد جمشېد د ښځې پیژندګلو د هغوی له غاښونو شوې ده، دا راز له اسټریا سره تعلق لرونکې تن شناخت د هغه په ګونډه کې له فولادي پېوندکارۍ شوی دی.

طارق فضل چودري هم دا راز وویل چې پیژندل شوي مړي خپلو وارثانو ته سپارل شوي دي.

هلته د پیمز هسپتال چارواکي وايي چې د جنېد جمشېد د مړي شناخت لا هم نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG